
د ترکیې په کودتا کې ۸۶۵۱ عسکرو شرکت درلود
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل): د ترکیې پوځ اعلان وکړ چې د اردګان د حکومت پر خلاف په ناکامه کودتا کې د ګډون کوونکو عسکرو شمېر ۸۶۵۱ تنه وو چې د ټول ټال پوځ ۱.۵ سلنه جوړوي.
د ترکیې رئیس ارکان په حواله نشر شوی بیان کې راغلي چې دغه عسکر د فتح الله ګولن د تروریستي ډلي غړي وه، کوم چې په امریکا کې میشت دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې انقلابي عسکرو ۳۵ الوتکي تر خپل کنټرول لاندی راوستلې وي، چې د هغو څخه یې ۲۴ جیټ جنګي الوتکي وي. ۳۷ یې هلیکوپتر الوتکي، ۳۷ ټانګونه، ۲۴۶ پوځي موټر، او ۳ جنګي بیړۍ یې په کنټرول کې اخیستې وي.
د رواني میاشتي پر ۱۵ نیټې په ترکیه کې د شپې پر نهه بجې د اردوګان حکومت پر خلاف د پوځ کودتا پیل شوه چې دوه ساعته وروسته د ۲۴۶ کسانو په وژل کېدو او تر دوه زره زیاتو کسانو د ټپي کېدو وروسته په بشپړه توګه ناکامه شوه.