ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه (۱۱۰)، ځکه ژوند ډېر لنډ دی!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ مه خفه کېږه، ځکه ژوند ډېر لنډ دی!

دکتور “ډیل کارنګی” کیسه کوی، چې یوه سړي ته په کولمو کې زخم او ټپ پیدا شو او دغه ناروغي یې د خطر وروستي حد ته ورسېده، ډاکټرانو ځواب کړ او ورته یې وویل: د مرګ تیاری دې ونیسه!

ناببره د “هاني” په نوم دغه ناروغ له خپل ځان سره یوه پرېکړه کوي او داسې یې فکر ته راځې: کله چې په دغه نړۍ کې زما د ژوند یوازې څو شېبې او ورځې شته، له دې څخه په تمامه مانا ولې استفاده و نه کړم؟ پخوا تر دې چې مرګ ما رانسکور کړي، زه باید له ټولې نړۍ څخه لیدنه او کتنه وکړم!

دا دی وخت راورسېد، د سفر تذکره او ټکټ یې ترلاسه کړ، خو دا وخت هم خپلو ډاکټرانو ورته ګواښ وکړ، چې که پر دغه سفر بوخت شوې، نو کېدای شي، چې د سمندر په کوم ژور ځای کې دفن شې، خو هغه ورته وویل: هېڅکله نه، ځکه چې ماته زما خپلوانو ویلې چې موږ به تا د خپلې کورنۍ په هدیره کې خښ کړو، دا دی هاني د سفر په بېړۍ کې د خیام د دغو شعرونو په زمزمه کولو سره سپور شو:

(( راشه چې د بشریت یوه کیسه درته وکړم او د عمر مراندې د شپې په محفل کې لنډې کړو، ځکه چې نه خوب په عمر کې اضافه رامنځته کولای شي او نه د شپې په ویښه تېرولو سره په عمر کې کمښت رامنځته کېږي. ))

لنډه دا چې سړي په خوښۍ سره سفر پیل کړ او د خپلې میرمنې په نوم یې په دغه محتوی یو لیک واستاوه چې: ما د بېړۍ پرشا په مړه خېټه خوندور خوراک او څښاک وکړ او ډېرې قصیدې مې جوړې کړې، په دغه زمانه کې مې دومره خوښي او نېکمرغي ترلاسه کړه، چې په ټول ژوند کې مې نه وه ترلاسه کړې!

ښه نو بیا څه وشول؟

دکتور ډیل کارنګی وایې: سړی له دغې ناروغۍ څخه روغ رمټ شو …

کومه طریقه چې ده غوره کړې وه، د ناروغیو په له منځه وړلو کې پرې بېخي بریالی وو!! زه د عمر خیام له ادبیاتو سره موافقه نه لرم، ځکه چې په هغې کې له الهي منهج (لارې) څخه انحراف لیدل کېږي، ښایي له دغې کیسې څخه موخه دا ده، چې خوښي او خوشالي له ډېرو طبی درملنو څخه ګټوره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x