عاشو لمر او باران اوري ، دپښتون دزړۀ احساس
دهر څه نه وړاندی دعصمت ظهير صاحب نه مننه کوم چې دنوموړی له واره ناول ترماپورې راورسېد او زړۀ مې پرې يخ کړ . ماچې کله ناول مطالعه کاوه نو ما فکر کاوه چې داناول به هم لکه دځېنو ناولو نو په څېر دسپېڅلو جګړو ، دحجرې دډوډۍ ، دڅېری ګرېوانو ، دنشه ئې توکو او دبورو مېندو نکلونه کوي . خو کله چې مې دناول په لوستلو پيل وکړ ، نواحساس مې کړه چې په يوه داسې درياب لاهو شوی يم چې معتبرې څپې ئې زړۀ ته ټکان ورکوي .
زما په فکرمحترم راز صاحب دنويو ترکېبونو په رڼا کښې دپښتو ژبې دپانګې په غنی کيدو کښې مهم رول لوبولی دی . او که دراز صاحب دغه هڅې په همدې ناول کښې بې سارې وګڼو نو بې ځايه به نه وي . زما پښتون زړۀ چې کوم احساس کړی هغه په خپل ځای ، خو راځئ چې ټول ئې په غور سره په کښې نغښتی احساسونه ولولو . اغزنې اوږ دې شپې ، درحمت ياغې وختونه ، ناويلې تعبېرونه ، په اغزو نڅا کول ، نه تکراريدونکې خيالونه ، په خپل سر سکروټې ايښودل ، معصومېت په وحشت بدلول ، دبيلتون کرښه تر پښو لاندې کول ، ابلېس دتکبېر چغې وهې ، ځوز دګلاب نخرې کوې ، شېطان دزاهد کالې اغوستی ، دمقدس کور نه متبرک تاثرات اخېستل او بنسټېزې مېنې ته هر ځای نوی رنګ ورکول .
خو دځانګړی مېنې په باره کښې رازصاحب يوه ډېره پخه خبره رانقل کړې ده وائې چې ( مېنې په رزق کښې شاملې دي په کوښښ سره نه موندي کېږي )
خو ددې ناول لوستونکي به دځېنو پوښتنو سره مخامخ شي .
(1) څرنګه چې عاشو ته اور اورېنه مېنه دتقدېر لخوا په رزق کښې ورکړل شوی وه آيا نو همدا وجه وه چې عاشو د تقدير مقابلې ته ورودانګل؟.
(2) عاشو مريضه ده او ددې درملنه په تعويذ سره کېږي او هغه هم دکور په کوټه کښې ولې؟.
(3) عاشو د لوی افغانستان په ځېنو سيمو کښې ګرځی او له وتليو شخصېتونو سره لېدل کتل کوي آ يا عاشو پښتانه را بېداروي او د بې عمله شيخانو درملنه ورته په ګوته کوي ؟
داهغه سوالونه دي چې دياد شوې ناول هر لوستونکی ئې په پراخ زړۀ سره ځوابولای شي او پو هېږي چې پښتانه دراتلونکی په اړه څه فکر کوي . نو زه به بحث سره راغونډ کړم او په لنډون به په يوه څلوريزه به تاسو ونازوم.
غمونه دردونه په هر سړی اوس ډېر دي
غم دجانان نه وي داسې غم ته مخه ښه
دهر افغان په خولۀ بس دايوه خبره
رڼا ته ښه راغلاست او تورتم ته مخه ښه
بيا به څه وي آيا پښتنېز ژوند به هم داسې تېريږي چې څه کېږي هغه دې کېږي . دعاشو خاتمه خو داسې شوې وه. آخير عاشو دناآمېدي په درشل کې متبرک او مقدس کور ته ځي او دزړۀ راز په اوښکو وړاندې کوي چې بېرته راځي نو تقدير ئې هم بښي او ابدې ژوند ورته له خوښيو څخه ور ډکوي . نو زه فکر کوم چې د پښتنو لپاره هم دا يوه لار پاتې ده.
په پائ کښې محترم پروفېسر راز صاحب ته اوږ د ژوند او ښه صحت غواړم الله دې ښاد او آباد لري .
په درنښت
محمد ظاهر خان حق پرست
غزنی افغانستان
( حال : ټانک پښتونخواه)
Email: zahirkhan_2004@yahoo.com