شعـــــرونه

دا ګلاب دى پاڼي پاڼي ، تورو خاورو كي بندي دى

دا ګلاب دى پاڼي پاڼي ، تورو خاورو كي بندي دى
تور لحده خيال يي ساته ، دا شهيد عبد الباقي دى

دا بشر د ګل لائق وو ، د مرمو د ويشتو نه وو
لاس دي مات شه غليمګيه ، په مرمو زخمي زخمي دى

چي بهار يي د ځوانۍ وو ، دا خزان له كومه راغلى
په سرو وينو لمبېدلى ، وينم سر مي د زړګي دى

دا د ميني امتحان دى ، څوک كامياب شول څوک ناكام دي
شهيد سر وركوي ګوره ، دا عاشق پر كاميابي دى

شهادت دي مبارک شه ، سعادت دي مبارک شه
ټول دوستان كه دي غمجن شول ، خو مقام د تبريكي دى

نذرانه دي كړله وينه ، په سپېڅلي پاكه مينه
ته خو ولاړي ستا غمو ته ، په ژړا عبد الهادي دى

مُؤَرّخه ياد يي ساته ، چي له پامه دي و نه وزي
د ټولۍ د شهيدانو ، دغه ګل يو نوراني دى

چي جهاد دي وظيفه وه ، د غيرت يو نمونه وې
د (نظام) به كله هېر شې ، ستا هر خوي د جنتي دى

——-

زمونږ د يو ملګري عبدالباقي شهيد په ياد كي مي دغه شعر د طالب العلم عبد الهادي په فرمايش وليكى .

نظام قندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x