نړۍ

سوریه: په بمباریو او چاودنو کې تر سل زیات کسان ووژل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل): په سوریه کې د د روسي، سوري او داعشي بریدونو او چاودنو له امله تر سل زیات کسان وژل شوي او تر دې زیات نور ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم تېره ورځ چهارشنبه د «القامشلي» په نامه ښار کې د ملکي وګړو په منځ کې د کردانو پر مرکزونو د موټر بم په واسطه چاودنه وشوه چې له امله یې ۵۳ تنه ووژل شوه. دغه چاودنه په هغه ځای کې شوې چېري چې کردان کنټرول لري.

د چاودني مسؤولیت په سوریه کې د اسلامي دولت ډلي واخیست او د خپل خبري اژانس اعماق څخه یې په یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې ددوی یوه سرتیري د کردي جنګیالیو په منځ کې خپل د چاودېدونکو توکو ډکي لويي لارۍ ته چاودنه ورکړه چې له امله یې تر سل زیات کسان ووژل شوه.

دغه ډلي ویلي چې د کردانو په سیمه کې یې ځکه دغه لوی برید وکړ چې د صلیبي ایتلاف الوتکي د حلب ښار په شمال کې د منبج په سیمه کې ملکي وګړي بمباروي.

د الجزیره تلویزون د خبریال د راپور سره سم په دغه چاودنه کې وژل شوي کسان اکثره ملکي وګړي دی، او زیاته کړې چې د چاودني له امله زیات کورونه او دوکانونه هم تخریب شوي دي.

د منبج په ښارګوټي کې د سوریې د دیموکراتيک پوځ او داعش تر منځ جګړه روانه ده، ویل کیږي چې داعش په دغه سیمه کې شاتګ ته مجبوره شوی او ایتلافي الوتکو هم درنې بمبارۍ باندي کړی دي.

د منبج په ښار کې ددې تر مخه داسي راپورونه هم خپاره شوي وه چې د ایتلافي ځواکونو په بمباریو کې ولسي وګړي په بې رحمۍ سره په نښه شوي او وژل شوي دي.

بل لوري ته په حلب کې هم د عادت سره سم روسي او سوريايي الوتکو بمبارۍ کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ ملکي وګړي مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د الجزیری خبریال ویلي چې د حلب په جنوبي برخه کې د السکري په سیمه کې یو روغتیايي مرکز د بمباریو له وجي تخریب شوی او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x