نظــر

( اګسا ) او ( خاد )

  اګسا د ( دافغانستان د ګټو دساتنې اداره ) مخفف، او خاد د ( خدمات امنیت دولتي ) مخفف دی، اګسا او خاد دواړه د یوه خره غوږونه دي، اګسا د تره کي او امین په وخت کې و، په ۱۳۵۸ هـ ش کله چې شورویانو امین تر تېغ تېر کړ او پر ځای یې ببرک کارمل راوستو، د افغانستان د ګټو دساتنې ادارې ( اګسا ) نوم یې په خدمات امنیت دولتي ( خاد )  بدل کړ او له مسکو نه یې ډاکتر نجیب د نوموړي پوست لپاره راوستو!

که اصل حقیقت ته وکتل شي یوازې د اګسا څلور ټکي د خاد په درې ټکو بدل شوي او بس، یا په بله اصطلاح له کمونیستي وحشت او بربریت نه د اګسا پوښ وایستل شو او پر ځای یې د خاد پوست ور واغوستل شو، نور اګسا او خاد د وحشت، بربریت، حیوانیت، خونخوارۍ، وژلو، کړولو، په ځانګړي ډول د اسیرانو د وژلو له مخې کوم توپیر نه لري بلکې خاد په وحشت او خونخوارۍ کې له اګسا نه وړاندې و! او دا د ډاکتر نجیب له برکته! په دې ټول ولس او ټوله نړۍ ګواه ده چې هغه وحشت او بربریت چې خلکو د خاد د نامه له اورېدو سره احساسولو د اګسا له نامه نه څو چنده ډېر او قوي و.

KHAD
د خاد نښان

 ډاکتر نجیب په وحشت او قساوت کې ځانګړي شهرت درلود له همدې کبله خو د قصاب کابل  په نامه یادیدو، شورویان پوهېدل چې دغه د انسان په بڼه ځناور په قساوت او وحشت کې سیال نه لري ځکه خو يې د داسې یو مهم او خطرناک پوست لپاره آن له مسکو نه ور سره راوستو!  تر څو د افغان مجاهد او مسلمان ولس بچیان ښه سم پرې وداړي!

کله چې ډاکتر نجیب د خپلو بادارانو په ګومان پوره وخوت نو یې د کارمل لکۍ پرې تاو کړه او پر ځای نجیب ګاو د ریاست جمهورۍ په آخور وتړلو!

د ډاکتر نجیب د قساوت او وحشت په اړه ویل کېږي چې دافغان ولس  ۹۰۰۰۰بچیان په یو او بل نامه دده په امضاء نیول شوي، کړول شوي او اعدام شوي دي! ځینې کسان چې له ډاکتر نجیب سره په یوه او بل نامه یو څه خواخوږي او تړاو لري هڅې کوي وښيي چې ډاکتر نجیب کوم جرم او جنایت نه و کړی! ځکه چې دی خو د اګسا مشر نه و! په حقیقت نجیب د همغه اګسا مشر و کومه چې یوازې نوم یې خاد شو! نور هغه جنایتکاران، هغه مجرمین او هغه وحشیان چې په اګسا کې یې د مسلمانانو وینې زبېښلې همغوی په خاد کې هم ورته بلکې ترې لوړ جنایتونه تر سره کول، بلکې نن هم په استخباراتي موسساتو کې زیاتره همغه پخواني کمونیستان اوس هم فعال دي!

دا چې د ډاکتر نجیب وحشت او بربریت څه ډول او تر کومې کچې وو لاندې څو ټکي چې روسي جنرال الکساندر مایوروف دخپلو خاطراتو په کتاب کې لیلکي دي ددې حقیقت په درک کولو کې مرسته را سره کولی شي:

ستر جنرال مایوروف درین زمینه در کتاب خاطره هایش چنین مینویسد: ” در روی چوکی دراز موتر بس نزدیک خط رنوی میدان هوائی هرات افتاده بودم … که دروازه باز شد. من چراغ را روشن کردم و جنرال پیترو خالکه را دیدیم که بسیار احساساتی معلوم میشد.

– به بخشید خبر بسیار مهم است.

– بگو!

– نجیب و خاد در هرات دیوانگی را شروع کرده اند، اعدام کردن جریان دارد.

– اسیران ؟.

– بلی صاحب ، بدون پرسان و محکمه.

– من خبر بودم که داکتر نجیب بسیار مرد سنگدل است ولی با وجود این تصور هم نمی توانستم که بعداز پخش اوراق تبلیغاتی ما که در آن گفته شده بود : اگر دشمن تسلیم شود عفو میگردد ، باز هم امر اعدام آنها داده شود . این مطلق حیوانیت است.

– من میخواستم که جلو اعدام ها را بگیرم ولی نجیب بمن گفت که این امر ببرک است … پیترو خالکه بر روی چوکی خم شد در حالیکه زبانش بند میشد گفت: و در مسجد ملاها برای رحم خدا دست ها را بدعا بلند کرده اند. این را گفت و با هر دو دست روی خود را پیچانید و یک چیغ کوتاه از دهنش بر آمد….

– چپ باش جنرال صاحب حوصله خود را درست کن ! زود شو چیریو منیخ را خبر کن و بعداً گوشی تلفن را بدستش دادم که

– زود کن او را خبر کن . ای ببرک ، ببرک ! حالا معلوم شد که تو رذیل هستی و چل بازهم، ما خود تعهد کرده بودیم که اسیران تسلیم شده را چیزی نمی گوئیم…..

– جنرال چیریو منیخ ! ؟ پیتر خالکه گوشی تلفن را بمن داد

– جنرال صاحب چیریو منیخ ! بعد از سلام ، کلام این است که خوب درست بشنو…نجیب به رهبری ببرک در هرات به اعدام یک جانبه آغاز کرده است.

– فهمیدم ….

– همین اکنون باید تو ، سامویلنیگه و گل آقا بدون ترجمان خود را به ارگ برسانید و به زبان اولتیماتوم بخواهید که تا … و من که به ساعت نگریستم پانزده کم پنج بود.

– تا ساعت 8 بجه به هر شکلی که باشد باید جلو این بی قانونی گرفته شود.

– فهمیدم …

– به تو و ویکتور سامویلنیگه امکانات هر نوع بیان است ولی یک سخن را باید در نظر داشته باشید و آن اینکه از برخورد فزیکی به این رذیل خود را نگاه دارید.

– چیریو منیخ جواب داد: صاحب هرچیز اجرا خواهد شد.

– از ساعت هفت هشت صبح پیشتر باید بمن معلومات داده شود.

– صاحب همینطور میکنم

– و به پیتروخالکه امر دادم که: خود را به هرات برسان و جلو نجیب را بگیر و با او برخورد جدی نمائید….

– از زبان من بی اختیار بر آمد که : همه این ها که هستند، چوچه های سگ هستندمخصوصاً این نجیب!

– پیترو خالکه رفت.

– من خودم با خود گفتم : ستر جنرال آرام شو ، آرام شو، تو خو آدم های بسیار زیاد رذیل را دیده ای و این چنین!

– صبح ایلمابرونینکس خبر داد که نجیب تا کنون با امامان مساجد در باره مجاهدین مخفی شده در مساجد به کدام موافقه نرسیده است ولی به گفته برونینکس اعدام ها تا حال هم روان است.

– چیریو منیخ از کارمل پرسیده بود که : به داکتر شما گفتید که عملیات بکند ؟ او گفت که : بلی تمام شبش های خانه باید کشته شوند…..

– من از خلیل پرسیدم : نجیب درهرات چند نفر را کشتند؟.

– او خدای بزرگ ! سه صد نفر را کشتند!

– خلیل به رسم زاری دست های خود را بلند کرد، رفیع هم چنین کرد. من مثل اینکه بر آتش نشسته ام.

– خلیل به گفتار خود ادامه داد : ازین روباه بویناک انتقام هرات گرفته خواهد شد.

– و از شما ؟ من به رفیع نظر انداختم .

– او به غصه گفت از ما هم در بهار ”

ماخذ (تاریخ مسخ نمی شود ، صفحات 367 – 369 به نقل از صفحات 257 -275 کتاب ” در افغانستان چه میگذشت” نوشته ستر جنرال الکساندر مایوروف).

هو! دا د ډاکتر نجیب په اړه دهغه چا څرګندونې دي چې له مسکو نه يې له ځان سره راوستی و، لومړی دخاد مشر او بیا یې په نامه رئیس جمهور کړ! د شورویانو قساوت او وحشت خو نړیوال شهرت لري، مګر دلته دا دي ګورو چې د کارمل او په ځانګړي ډول دنجیب ځکه چې اجراءات ده کول وحشت او قساوت له شورویانو نه هم لوړ او قوي و!

شورویان چې ددې خاورې اووطن هم نه وو، دومره احساس ور سره و چې باید له بندیانو سره یو څه قانوني چلن وشي، په خپل عهد وفا وشي! مګر وحشي نجیب چې ځان یې د پسه په پوست کې نغښتی و، سهار او بیګاه به یې د مصالحه ملي او آشتي ملي چېغې وهلې دومره وحشي او ګيدړ و چې شورویان ورته حیران وو!

سيد ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x