افغانستان

طالبان: د دهمزنګ په څېر پېښو ته «اشغال» زمینه برابره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویانذ ذبیح الله مجاهد د کابل په دهمزنګ سیمه کې خونړۍ پېښه د «اشغالګرو دسیسه» بللې او ویلي یې دي چې د ورته زړه بوږنوونکو پېښو جرړې «اشغال او د بې کفایته خلکو حاکمیت» ته ورګرځي.

نوموړي له تهران راډیو سره په مرکه کې ویلي چې «له کومې ورځې افغانستان امریکایانو اشغال کړی دغسې ظلم او وحشت ته لاره خلاصه شوې».

ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې «که اشغالګرو هیوادونو دغسې مسائلو ته زمینه نه وای برابره کړې، ورته پېښې نه رامینځته کېدې».

د طالبانو ویاند وايي چې د تاریخ په اوږدو اشغالګرو په مستعمره هیوادونو کې اختلافات راټوکولي تر څو خپل ظلم او وحشت ته دوام ورکړي. نوموړي د قومي او مذهبي مسائلو په سر د ملتونو جنګول د «استعمار د ستراتیژۍ برخه» وګڼله او ویې ویل چې د ولسونو ترمینځ اختلاف ته ځکه لمن وهل کیږي چې د ملت برخلیک د ابهام سره مخ کړي او ناکاره او نااهله خلک قدرت ته ورسوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د افغانانو ترمینځ قومي، ستمي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل نه پخوا د افغانانو خاصیت وه او نه یې اوس ځانګړتیا ده. هغه د خلکو ترمینځ قومي او مذهبي اختلافات یو منفور نظر وباله او ویې ویل چې ملت د خپل خاصیت له مخې له دغسې حالت څخه کرکه لري.

د طالبانو ویاند ډاډ څرګند کړ چې دغسې پېښې نه شي کولی چې د اختلاف اچونې هڅو ته واقعیت ورکړي. خو ټینګار یې وکړ چې تر څو په هیواد کې «اشغال» موجود وي د داسې پیښو رامینځته کیدل طبیعي دي او په وینا یې ښايي نوره لمن هم ورته ووهل شي.

باید وویل شي چې د تېرې شنبې په ورځ د کابل د دهمزنګ په څلور لارې کې د جنبش روشنايي ډلې په لاریون دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې سلګونو هزاره لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر چاودنې سمدستي وروسته په دولت نیوکې وشوې چې د پېښې تر شا لاس لري او په چاودېدونکو توکو بار د آیسکریمو ګاډۍ یې د لاریون مینځ ته تېره کړې. د لاریون کوونکو له مینځه یو شمېر ګډونوالو رسنیو ته وویل چې چاودونه په داسې حال کې رامینځته شوه چې ټولو امنیتي ځواکونو سیمه پرېښوده او د آیسکریم ګاډیو ته یې اجازه ورکړه چې د لاریون مینځ ته ورننوزي.

د لاریون یو تن ګډونوال «حسین رامز علي زاده» د چاودنې اصلي عامل پخپله دولت ګڼي او دا په کلکه ردوي چې پېښه انتحاري وه.

په دولت د نیوکو د رابرسېره کیدو څخه وروسته داعش ته منسوبې ویب پاڼې په بیړنۍ توګه د پېښې مسئولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د دوی جنیګالیو نوموړې چاودنې ترسره کړي دي. د ملي امنیت د خپرې کړې اعلامیې سره سم داعشي بریدګر «ابوعلي» نومېد او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه مسعود

ابو علی یو عربی نوم دی په سنیانو کی څه چه په شیعیانو او هزاره ګانو کی هم دا نوم نشته حتی په نوم افغانانو کی دا نوم نشته . له دی نومه معلومیږی چه امنیت ملی داعشیان او داعشیان امنیت ملی دی ، له یوی خوا یی د روښنایی له شکایاتو د تل د پاره ځان وژغورلو پروژه به هم د څو نورو غلامانو په خوښه یا ګټو تیره کړی او هم یی هڅه وکړه چه د داعش حضور او شهرت زیات کړی چه له امله به یی وروسته پلانونه لری او هغه پلان د حزب اسلامی داعشی مشری… نور لوستل »

ارسلان

احمدشاه مسعود (بيانزي ي صاحب ) دير شه معلومات لري به كارده جه دكور ترحتك دي به امريكي كي cia دفتر سره شريك كري تر خو دي له تكس نه ممعاف كري او يوءحل بيا دامريكي بيرغته دبخوا به شأن كله جه درؤسا نو له جهاده هلته بناه وروره سلامي شه

ahmad

احمدشاه مسعود صب
دپاکستان او دافغانستان او د ناتو کفری حکومتونه سره په جرګه شوی چی دخلافت دمجاهدینو په مقابل کی وجنګیږی او ستا دخبرو څخه داسی خکاری چی تاته دویاندی وظیفه مقرره کړی وی تر څو چی تر وخت مخکی شه تبلیغات وکړی او د ګدو ودو بی بنستو خبرو سره دخلکو ذهنونه غلط کړی خو لمر په دوو ګوتو نه پتیږی

احمدشاه مسعود

زه حیران یم ، چه دومره بی ادبه اجیران یی په یوه او بل نوم په شیطانی میدیاوو کی مقرر کړی چه چاته د لکینو څه چه د تبصرو جواز هم نه ورکوی ، مګر دنن ټکی اسیا بیطرفه او خپلواکو رسنیو ته یی هم ځينی وایرسونه موظف کړی چه په حقایقو متکی لیکنو او تبصرو کفری او منافقانه ضربی وارد کړی ، هغه ضربی دا دی بی له دی چه د لیکنی یا تبصری په محتویاتو نیوکه او یا رڼا واچوی له هغه لیکونکی او تبصره کونکی دهغه چا غلامان او اجیران جوړوی د کومو په لومو کی چه… نور لوستل »

محمد عبدالله

احمدشاه مسعود داسی خبره ده چی ستاسو په تبصره کی ضد او نقیض خبری دیری دی دری تناقضات له ورایه خکاری اول دا چی ستاسو یو ملګری ویلی چی تاسو الحاج استاذ بیانزی یاستی خو تاسو اول نن تکی اسیا کی دوایروس موظفیدو خبره کړی او بیا تاسو داخبره ندی منلی او دا خبره مو کړی چی ددوه مخی او ضرورت نلری چی دبل چا په نوم لیکنی وکړی بیا مو ویلی چی د [[[(حتی په اوایلو کی می ( داعشیانو په اړه څرګندونی ) په نوم یوه لیکنه نشر کړه مزده صاحب اود حزب اسلامی یو لوړپوړی غړی (… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x