شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

تیاره ده ډېوه مړه ده هیڅ څه نه وینم
ښه تکه توره شپه ده هیڅ څه نه وینم

چې ونه پرزم ګوره چیرې لاس نیسم
خوره په ما لړزه ده هیڅ څه نه وینم

چې نشته دلته شاوخوا کې بل هیڅ څوک
زما زیاته اندیښنه ده هیڅ څه نه وینم

تیاره ده د آسمان په غېږ کې ستورې دي
سپوږمۍ هم راښکاره ده هیڅ څه نه وینم

سپېدې دي وبه چووې روڼ سهار به شي
دا شپه څومره اوږده ده هیڅ څه نه وینم

شبګیر مې کړو چې تیر خو لاپوهیږم نه
فتحانه عجیبه ده هیڅ څه نه وینم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x