شعـــــرونه

د ملالۍ پيروي کړم !

اسدالله غيرت

په سپين آس باندې سپره وې
په سيلاب کې وې روانه
تورې زلفې دې پرتې وې
تر ټټره تر ګرېوانه

زنګ وهلې د پلار توره
ګرانې لاس کې درسره وي
د غيرت غيرت خبرې
په احساس کې درسره وي

زه در وړاندې شمه آس ته
درنه وکړمه پوښتنه
ته په قهر ځواب راکړې
لرې لر ې شه ډارنه

ته هم ځان ته يې خوشحاله
چې زلمی يمه زه ځوان يم
د پرديو پيروي کړي
بيا هم وايي مسلمان يم

په تلو تلو کې دې راووې
ته کاوه بې غمه خوب
هر افغان به کوي وياړ
دا زما په پيغلتوب

بيا دې خوب کې راته ووې
د ملالې پيروي کړم
ځم د جنګ ميدان ته درومم
چې خپل کلي ميوندي کړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x