شعـــــرونه

غزل: مسرور درمل

مسرور درمل

اې مسافره اې خمار سهاره!
اې ورکه-ورکه اې دلدار سهاره!

اې راشه سپینې سپېدې وغوړوه!
اې موږ یو تاته انتظار سهاره!

اې دمظلوم اوښکو ته شین دسماله!
اې زموږ دچم اې دمالیار سهاره!

اې سپینکی لمر دازادۍ راوله!
اې پسرلیه اې بهار سهاره!

اې ډېرې شپې مو سترګې پټې نه کړې!
اې راشه-راشه اې نګار سهاره!

اې د اولس د زړو”درمل”سهاره!
اې د”مسرور”دمینې یار سهاره!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x