دیني، سیرت او تاریخ

چی فرصت مو له لاسه ورنه کړئ

  ګرانو ورڼو !!!
    چی فرصت مو له لاسه ورنه کړئ !!!
    د ذوالحجی اولی لس ورځی دالله په خالصی بنده ګۍ ولمانځئ .
    ګرانو اومحترمو ورنو الله تعالی همیشه په خپلو بنده ګانو باندی خپلی پیرزونی او لورینی کوی ، کله نا کله ورته دعبادت داسی چانسونه ، مواقع اوفرصتونه هم برابرکړی چی انسان په لګ عبادت زښت زیات اجراوثواب حاصل کړی ،

یو له دغو قیمتی اوبا ارزښته فرصتونو څخه د راروانی اسلامی میاشت ( ذوالحجی ) اولی لس ورځی دی ، د ذوالحجی اولی لس ورځی داسلامی تعلیماتو په رڼا کی ډیری ارزښتناکی دی چی په لاند ی ډول بیانیږی .  

د ذو الحجی داولی لس ورځو فضیلت دقرانی نصوصو په رڼا کی :

    دذوالحجی اولنۍ لس ورځی دالله په وړاندی دومره ارزښت لری چی په خپل کتاب کی پری قسم کوی اوفرمای : ( والفجر ولیال عشر ) سورة الفجر (۱ ) الله پاک په دی ایاتونو کی په سهاراولسو شپو د قسم یادونه کوی ، له ابن کثیر رحمه الله چی دقران یوله وتلواو مشهورومفسرینو له جملی څخه دی دابن عباس رضی الله عنه ، ابن زبیررضی الله عنه او مجاهد رحمه الله نه نقل کوی اوفرمای : ددی لسو شپونه مراد دذوالحجی اولنۍ لس شپی دی ، همداراز فرمای : ( ویذکرون اسم الله فی ایام معلومات ) سورة الحج ( ۲۸ ) اودالله ذکروکړی په هغولسو معلومو ورځوکی ابن کثیر دابن عباس رضی الله عنه نقل کوی چی ددی نه مراد اولنی لس ورځی دذوالحجی دی ، ان تردی چی ځینو علماء ویلی چی : دا ورځی درمضا ن المبارک دوروستنیو ورځونه هم غوره دی ځکه په دی کی هغه عبادات ترسره کیږی کوم چی په رمضان کی ترسره کیږی لکه روژه ، لمونځ ، صدقه وغیره برسیره په دی په دی ورځو کی دحج په څیرسترعبادت هم ترسره کیږی چی داپه رمضان کی نه ترسره کیږی ، اوځینی علماء بیا وای نه داسی نه ده بلکه درمضان اخرنی لس شپی غوره دی ځکه چی په هغی کی د قدرشپه ده ، بیا ځینو نورود دی دواړه نظرونو ترمنځ جوړښت راوستلی هغه داسی چی ورځی د ذ والحجی غوره دی او شپی درمضان غوره دی .

   دنبوی نصوصو په رڼا کی :  

  ( ۱ ) وعن ابن عباس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم مامن ايام العمل الصالح فيهن احب الی الله من هذه الايام العشرة قالو يارسول الله ولالجهادفي سبيل الله قال ولالجهاد فی سبيل الله الا رجل خرج بنفسه وماله فلم يرجع من ذالک بشی ( رواه البخاري

    ابن عباس رضی الله عنه دنبي عليه السلام څخه روايت کړی دی چي دنورو ورځو په نسبت دذوالحجي دلسو ورځو عبادت الله ته ډير زيات خوښ دي صحابه یی کرامو عرض وکړ یارسول الله دالله تعالی په لاره کي دجها د نه هم زيات الله ته خوښ دي ؟

    نبي عليه السلام وفرمايل دالله تعالی په لاره کي له جهاده نه هم مګر داچي انسان خپل ځان اومال سره دالله تعالی په لاره کي ووځي اودواړه دالله تعالی په لاره کي قرباني شی .

    ( ۲ ) عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( مامن أيّام أعظم عند الله سبحانه ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد ) رواه الطبراني في المعجم الكبير په دی حدیث کی دالله رسول علیه الصلاة والسلام فرمای : ددی لسوورځوپه څیرالله ته نوری ورځی غوره نه دی ، اونه ورته په دی لسو ورځوکی دنیک عمل په څیردنورورځوعمل غوره دی ، نو له دی امله په دی ورځو کی ( د الله تعالی ذکرډیروکړئ ) لااله الا الله ، الله اکبر اوالحمدلله په کثرت سره ووی وئ . 

  په دی ورځوکی کوم عبادت ته باید زیاته پاملرنه وشی ؟

   لومړی :   لمونځ دی

پکارده چی دفرضی لمونخونوپابندی وکړو اونفلی لمونځونوته هم دپام وړتوجه وکړوځکه په نفلی لمونځونو سره بنده الله تعالی ته ډیر زیا ت نزدی کیږی

    دویم :    نفلی روژی نیول

    عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :  

  ( كل عمل ابن آدم له الحسنة بعشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف قال الله عز وجل : إلا الصيام فإنه لي وأنا أجزئ به إنه ترك شهوته وطعامه وشرابه من أجلي للصائم )

    له ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : د هرانسان نیک دنیک عمل بدله الله تعالی یو په لسه ورکوی ان تراووه سوه پوری ، پرته له روژی نه ځکه الله تعالی وای روژه زما ده اوپرهغی به زه بدله ورکوم ځکه دی بنده خپل شهوت ، خوراک او څښاک زما له وجی پرییښی .

له دی حدیث نه په ډاکه معلومیږی چی الله تعالی دنورونیکو عملونو داجراوثواب ډیروالی تراووه سوه پوری ښوولی دی ، خوولی روژه له دی نه مستثنی ده ددی داجراوثواب ډیروالی الله تعالی په اووه سوه کی نه دی منحصرکړی بلکه ددی نه به الله هم ډیراجرورکوی څومره چی یی وغواړی ، بله وجه یی داده چی روژه دصبرله جملی څخه ده اودصبرپه هکله الله تعالی داسی فرمای : ( إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَاب ) الزمر ۱۰ الله تعالی به صابرانوته پوره بدله ورکوی اودابه بی حسابه وی .
    په دی ورځو کی عام نفلی روژی ډیرثواب لری خو په ځانګړی ډول دعرفی روژه ځکه نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی چی : دعرفی دورځی دروژی له کبله الله دتیرشوی کال اواینده کال ګناهونه معاف کوی

    دریم :

    دالله ذکرکول

لااله الا الله ، الله اکبر ، سبحان الله اوالحمدلله وغیره ویل په خاص ډول تکبیرات په کثرت سره ویل امام بخاری دابن عمر اوابوهریره رضی الله عنهما په هکله نقل کړی چی هغوی به په دی لسو ورځوکی بازارته وتل اوپه زوره به یی تکبیرات ویل ، نوروخلکوبه هم ددوی سر ه تکبیرا ت ویل ، اوابن عمررضی الله عنه به په منی کی په خپله خیمه ، دلمونځ نه ورسته ، په بستراوهم په تلو راتلوکی دومره په اوچت اوازتکبیرات ویل چی ټولو خیموواله و ، جومات اوبازاروالاو به هم ددی د تکبیر دوجی نه په اوچت اواز تکبیرات ویل .

    دتکبیراتو  وخت :

    دیادونی وړده چی تکبیر په دوه ډوله دی ( ۱ ) مطلق تکبیر چی دا په عامو اوقاتو کی که شپه وی که ورځ په هرمناسب ځای کی تکبیرات ویل کیږی اوددی وخت داول دذوالحجی نه شروع کیږی ترداختردڅلورمی ورځ دمازیګرلمونځ پوری ( ۲ ) مقید تکبیرات چی دا خاص تکبیرات دی چی له فرضی لمونځ څخه ورسته ویل کیږی دا دعرفی دسهارلمونځ نه وروسته شروع کیږی ترداخترڅلورمی ورځ دمازیګرلمونځ پوری

    څلورم :

    توبه ویستل :

    سره له دې چې توبه په ټولو وختونو کې ويستل پکاردی ،خوداچی په دی ورځوکی خلک باید د نیکو عملونوپه ترسره کولوکی زیات کوښښ وکړی غوره ده چې په دې ورځوکې د الله تعالی نه د بښنې سوال زیات وشي ، اوالله جل جلاله سره په خاصه رازدارۍ په خپلو ګناهونو پښیمانتیا ښکاره کړی .

    پنځم :

    عام طاعات اونیک عملونه ترسره کول : 

   لکه صدقه ورکول ، دالله په لاره کی جهادکول ، دقران کریم تلاوت کول ، امربالمعروف اونهی عن المنکر، دناروغانو پوښتنه کول ، مسلمان سره ښیګڼه کول ، او دقران کریم اواحادیثو نبویه درس اوتدریس کول ، اوباید له هرنوعه ګناهونو نه که غټ اویاواړه وی لکه موسیقی اوریدل ، فاحش فلمونه کتل ، دروغ ویل ، بهتان تړل ، غلا کول ، خیانت کول ، هرقسم فسق اوفجوراوفاحش کارونه اوخویونه ، هرقسم نشه نسوارسګرټ ، چرس ، پوډ ر اوافیون وغیره سکل اوخوړل

    شپږم :

    قربانی کول : 

  عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( ما عمل ابن آدم يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم ) له عائشی رضی الله عنها څخه روایت دی فرمای چی دالله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : دلوی اخترپه ورځ الله تعالی ته د وینی تویولو ( قربانی ) کولونه بل غوره عمل نه شته ، همداشان په بل حدیث کی دقربانۍ په هکله فرمای : چی (لصاحبها بكل شعرة حسنة ) دقربانۍ واله ته الله د څاروی دهرویخته په بدله کی نیکی ورکوی .ۍ
    عن أبی هريرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( مَن وَجَد سَعَةً فلم يضحِّ: فلا يقربنَّ مصلانا ) له ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : دچاچی وسع کیږی اوقربانی یی ونه کړه نو زمونږ عیدګاه ته دی نه رانزدی کیږی

    یا دونه :

    څوک چی قربانی کوی باید هغه په دی لسو ورځوکی له دی څخه ځان وساتیی : نوکان واړه کول ، هرقسم ویخته اخستل .

    عن أم سلمة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( إذا دخل العشر وعنده أضحية يريد أن يضحي فلا يأخذنَّ شعراً, ولا يقلمنَّ ظفراً ) له ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغه وایی چی نبی علیه السلام فرمایلی دی : کله چی اولنۍ لس ورځی دذوالحجی شروع شی اوڅوک څاروی ولری چی قربانی پری وکړی نو ویخته او نوکان دی نه اخلی . یعنی که څوک قربانی کول غواړی هغه دی ویخته اونوکان نه اخلی .

مجیب الرحمن عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x