fbpx

په ماشومانو د چلندونو اغیزې

شرافت همت

د خپلو اولادونو ښې او سالمې روزنې او شخصیت جوړونې ته دقیقه پاملرنه د دوی په راتلونکي ټول ژوند مثبته اغیزه پرېباسي. برعکس دماشومانو ښې او سالمې روزنې ته نه پاملرنه د دوی په ټول ژوند منفي اغیزه پرېباسي.

د کوچنیانو شخصیت له کوچنیوالي رغېږي او له دوی هر یو د راتلونکې ټولنې مثبت او یا منفي کرکټرونه او شخصیتونه جوړېږي.
د یو کوچني په تربیه او شخصیت جوړونه کې د ده د کورنۍ هر فرد جدا مسولیت لري، له پلاره رانیولي د ده مور، وروڼه، خویندې او د کورنۍ نور ټول غړي اړ دي، چې د کوچني د ښې روزنې او شخصیت جوړونې ته پام وکړي.

زمونږ په ټولنه کې، چې د سېواد کچه ټیټه ده، متاسفانه د کوچنیانو روزنې او شخصیت جوړونې ته هغسې پام نه کېږي، څومره چې اوسنۍ ارواپوهنه او د ماشومانو د روزنې مسلکي او په تجربو ثابت علمي کتابونه یې امر کوي.

دلته چې فکرونه جګړې ځپلي، لویان له خپلو ماشومانو هیله لري تر څو له شوخۍ او شیطانت لاس واخلي او دوی په تنګ نه کړي خو معاصره سایکولوژي امر کوي چې شوخي او ورانی کول دماشوم دژوند حق دی او باید پرېښوول شي چې ماشوم د خپلې ساعت تېرۍ او لوبو پر وخت شوخي هم وکړي او دلوبکیو له سامان الاتو سره هم بلد شي.

ځینې پلرونه اولادونو ته د ډېرې معمولي ورانکارۍ پر وخت ماشومانو ته مایوسه کوونکي او ناوړه خبرې کوي، چې دا ناوړه خبرې مستقیماً دهغه پر شخصیت اغېزه کوي او دخپلې کورنۍ د مشرانو په وړاندې ورته ځان خورا کم او بد ښکاره شي.
دا بدې خبرې کۀ دمشرانو په نزد دومره بدې نه ښکاري خو ماشوم پرې ډېر نهیلی کېدای شي.

د بېلګې په ډول ورته وایي، تا ته زمونږ هیڅ تمه نشته، ته به زموږ په کار رانه شې، په تا هسې ستړي یو او خواري درباندې کوو او داسې نورې ډېرې خبرې چې د هغه په ذهن ډېره بده اغیز کوي او خپل شخصیت یو ډول نیمګړی احساسوي. له همدې ځایه په ماشومانو کې دکمترۍ احساس پیدا شي او بیا د ژوند تر وروستیو پورې په ځان باور نه شي پیداکولای، ځکه نو په راتلونکي ژوند کې د ډېرې کم جرأتۍ، بې باورۍ او بې زړه توب سره مخ وي او د ژوند چارې یې ډېرې ګډې وډې وي.

ځینې پلرونه داسې وي، چې که له کوم اولاد څخه نارضایتي ولري، د هغه کوم عمل ورته ناخوښ وي او چندان توجه نه ورته کوي؛ پلرونه ددې په ځای چې خپل بې لارې اولاد ته لارښوونه وکړي، د هغه د اصلاح هڅه وکړي او سمې لارې ته یې را واړوي، دخپلو، خپلوانو او دوستانو په مینځ کې یې په اړه شکایت کوي او خلکو ته یې بد تبلیغوي.

داسې پلرونه په دې کار له څو ناوړه پایلو سره مخ کېدونکي دي:

لومړی دا چې بچی یې د ټولنې د وګړو تر مینځ یو منفور، زیل او خورا بد شخص معرفي کېږي، په داسې حال کې چې هغه له خپل ځانه خبر هم نه وي.

دوهم دا که دې بچي ته یې څوک پیغور ورکړي او ورته ووایې چې، پلار دې هم درنه ناراضه دی، هر ځای درنه شکایت کوي او په بدو دې یادوي، نو حتماً په داسې خبرو ده ته ځان کم او ټیټ ښکاري، پایله دا شي چې ماشوم له پلار نه متنفر شي او دواړو اړیکه متضره وپایېږي.

دریم دا چې هر څوک دوست او دښمن لري، که دښمن یې له داسې مسایلو او کورنیو جنجالونو خبر شي، پرې خوشالېږي او لا یې تر مینځ د دښمنۍ او تربګنۍ اور ته پوکي ورکوي.

ځینې پلرونه داسې دي، چې خپلو نازوولو اولادونو ته د ناز یا ناپوهۍ له وجهې خپل نوم نه اخلي او پر ځای یې بد نوم ورته کاروي، لکه: محی الدین چې میادین تلفظ شي او یا مروت چې مرغوټ وویل شي.

دپلرونو پدې کار سره اولاد تدریجاً په ټولنه کې په دغه نوم شهرت پیدا کوي او بیا ورته ټول خلک په همدې نوم خطاب کوي چې بدبختانه ماشوم ته دا هم نهیلي ورکوي او په ټولنه کې په بد نوم مسمی کېږي.

ځینې پلرونه داسې وي، چې که په کومه خبره یا موضوع خپل اولاد ته په قهر شي، دی د نزاکت د مراعتولو پرته هغه زوی د ملګرو په وړاندې ښکنځي، هغه ته بد الفاظ کاروي او حتا لاس ور باندې پورته کوي، چې پدې سره یې له یوې خوا زوی ملګرو ته خجالت کېږي، د هغوی په وړاندې یې روحیه هم خرابیږي او د کمترۍ احساس ورته کیږي، چې دا کار هم ماشوم په ناوړه عواقبو اخته کولای شي.

په اخر کې باید ووایم، چې د یو ماشوم ښه روزنه، تربیه او شخصیت جوړونې ته ځانګړې توجه د د ده د کورنۍ د غړو خصوصاً د والدینو مسولیت دی. په دغه مسولیت کې بې غورې او نه پاملرنه د دوی د ماشومانو ژوند خرابوي او د بدو عواقبو درلودلو لامل کېږي.

پلرونو ته په کار ده، چې د خپلو اولادونو سره د مینې او صمیمیت نه ډک چلند وکړي، هغوی ته داسې احساس ورکړي، چې هغوی خورا مهم دي، بلکه هغوی ته ثابته کړي، چې هغوی ورته تر بل هر څه زیات مهم او ارزښتمند دي.

پلرونه باید د اولادونه روحیه لوړه وساتي، د ملګرو او نورو خلکو په وړاندې ورته بدې خبرې ونکړي او تر ټولو مهمه دا چې د نورو خلکو پر وړاندې دده په غیاب کې له ده شکایت ونکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د