افغانستان

فراه : پشترود کې طالبانو د افغان ځواکونو چورلکه ويشتلې

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل):په پشترود ولسوالۍ کې طالبانو يو چورلکه ويشتلې چې له امله يې ۲۲ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو نن ټکي آسيا ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې منلي چې ددوی له لوري د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو يوه چورلکه د دهشکې په مټ ويشتل شوې او په کې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

افغان امنيتي چارواکو د چورلکي د رانسکورېدو اړوند څه نه دي ويلي خو په يادي ولسوالۍ کې د جګړې د پخلي تر څنګ خپلو مخالفينو ته د مرګ ژوبلي ادعاء کوي.

پنځه ورځي وړاندي د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې سختي نښتي پيل شوي او لا هم دوام لري ، دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلي خبرونه خپروي.

پېښه تېر ماښام هغه مهال شوې کله چې کمانډو عسکرو غوښتل پوستې د طالبانو له محاصرې وژغوري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close