fbpx

غزنی : د شپږم ماموريت امير له ساتونکو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د غزني ښار د قلاتي په سيمه کې د شپږم ماموريت امير په وسله وال بريد کې وژل شوی.

د ماموريت امير دويم څارن اختر محمد او ورسره درې ساتونکي د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي.

د غزني امنيه قومندان امين الله امرخېل د نوموړي او دريو پوليس وژل تأيدوي او زياتوي چې د نښتي په پايله کې امکان شته چې طالبانو ته هم زيان اوښتی وي.

غزني ښار او ور نژدې سيمو کې د طالبانو له لوري چريکي بريدونه نسبت پخوا ته زيات شوي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد د بريد مسؤليت منلی.

مجاهد زياتوي (( دغه راز ۱ عراده پیلډرموټر، ۱ میل پیکاماشیندار، ۱ تومانچه او ۳ میله کلاشینکوفونه ورڅخه په غنیمت ونیول شول.))

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د