افغانستان د ډیموکراسۍ په لمبو کښي «دريمه برخه»

سیف الرحمن رحماني

د ډیمکراسۍ د زیږون ورځ

د لومړي ځل لپاره د ډیمکراسۍ نظام د یونان په اتن کي په پنځه سوه شپېته (۵۶۰) قبل مسیح کي منځته راغلي دي او په هغه هیواد کي په ذکر شوي تاریخ کي ملوکیت او طوایف الملوکي نظامونه، چي په یوه وخت کي دواړه حاکم وو. دتل لپاره ختم کړای شو.د ډیمکراسۍ د نظام لومړی مبتکر، بنسټ ایښودونکي او موجد د یونان د اتن د هغه وخت نامتو سیاست پوه، فلیسوف او متمول سردار کلیس ټینز و.

نوموړی په (۵۶۰) قبل مسیح کي د اتن د هپیاس له مطلق العنانه پاچاهۍ څخه بغاوت وکړاو د حکومت اباده فلسفه یې نسکوره کړل له دې لامله چي د یونان وګړي له زورواکۍ څخه پوزي ته رسیدلي وو، کله چي یې د حکومت پر ضد د کلیس ټینز تحرکات ولیدل دایې د وخت د موجوده حکومت د منګلو څخه د خلاصون غوره چانس وګڼۍ نو یې د ګلیس ټینز ملاتړ وکړ او د هغه د انقلاب تر بیرغ لاندي راغونډ شول او د نوموړي د انقلاب ننګه یې وکړل او د نوموړي سره یې د وخت د موجوده حکومت په نسکوریدو کښي ونډه واخیستل

نوموړی عالم په اتن کي د داسي سیاسي نظام د قیام اعلان وکړ، چي د اتن د یوناني ملت د متوسطې طبقې له پلوه د اکثریت د رایو ورکولو په ذریعه جوړ شي او د ملت د ګردو و ګړو په مشوره به داسي قانون جوړولای شي، چي د ګردو طبقاتو حقوق پکي خوندي وي. دکلیس ټینز ملګرو د نوي سیاسي نظام د قانون جوړولو دنده په خپله د نوموړي ته وسپارله.نوموړي هم له خپلې پوهې سره سم د خپل نوي نظام لپاره قانون جوړ کړ او په هغه کي یې د سیاسي او اجتماعي نوي نوي بدلونونه راوستل، چي د اتن د ټولني د ګردو پاټکیو حقوق پکي تثبیت و

ډولونه

تر (۳۵۰) قبل مسیح پوري په اتن کي د ډیمکراسۍ همدغه ایکي یو ډول و او له دې امله چي د یونان په بله برخه سپارټاکي لایي ګرکس، چي فوځي جنرال و او کمونسټي نظام یې پلي کړی و، زمکه، ښځه او د ځمکي عواید یې د ګرد ملت مشترک حق ګرځولی و.په اتن کي یې هم پلویان پیدا کړل او د ختیځ نابغه علامه سیـــــد جمال الدین افغان په خپل کتاب “نیچریه” کي ویلي دي: په اتن کي د ډیموکریټ “ډیمرا قطیس” په نوم فیلسوف لومړی هغه څوک و، چي د اللّٰه تعالٰی له وجود څخه یې چورلټ انکار کړی و.

د هغه او د یوجاتس کلبي په مشرتابه کي په اتن کي یو نوی سیاسي او فکري خوځښت رامنځته شو او د اتن ملت به یې نوی پاڅون ته دعوت کول. سبط حسن په خپل کتاب “موسی سی کار مار کس تک “کي ویلي دي: د دیو جانس کلبي په قیادت کي به د هغه پلویانو سره بیرغونه په لاسونو کي نیولي و او د اتن په کوڅو کي به یې د شتمنو او مترفینو پر خلاف شعارونه ورکول او د اتن له بې وزلانو څخه به یې غوښتنه کوله، چي پاڅون وکړي، د اتن اشرافي حکومت وپرځوي او د سپارټا په څیر په اتن کي هم اشتراکي نظام قایم کړي.

نوربیا………

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خپلواک
میلمه
خپلواک

رحمانی صاحب الله ج دی اجرونه او د انسان دشمنه وحشی او الحادی فلسفو د رسوا کیدو او د دوی له وحشته نقاب لیری کولو لا ډیر توفیق درکړی . لکه د سپټمیر یوولسمه چه د اوسنی نړیوال حکومت د تاسیسولو ( یا د زمکی د خدای دعوی کول ) مقدمه او پیله وه همدارنګه دغه الحادی او دځنګل قانونی فلسفی چه یو وحشت څخه یی د پل وحشت د لیری کولو د پاره استفاده کړی ، دغه دیوه وحشت په بل وحشت لیری کونکو استثماری رقیبان وو د دوی دغه اصل چه د مظلوم بشریت وینی او د لاسو… نور لوستل »