شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

د ډرون وارونه په وطن مو اوري
د اور بریدونه په لمن مو اوري

په هره دښته مو لمبې بلیږي
باران دمردکیو په چمن مو اوري

باروتو تور مو دګلبڼ ګلان کړل
دبم دودونه تور په تن مو اوري

کوڅې مو ورانې در مو وران ښکاریږي
د کلسټر وار په ګل بدن مو اوري

زما لمبې به ستا تر غاړې رسي
د انتقام غږ په مسکن مو اوري

دعاکف یار د ډرون ګوزار خوړلی
د ډرون بمونه په میهن مو اوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x