نظــر

د ښځو لخوا قتلونه او تېښته؛ د بشر نړیوال حقونه

صبغت الله ځیرک

د امریکا له حملې وروسته د بېلابېلو بدختیو په ګډون د ښځو لخوا قتلونه او د پېغلو او میړوښه میرمنو تېښته او بیا د د بشر او ښځو د حقونو تر نوم لاندې د هغوی سره مرسته او د امن په کور کې ساتل یوه بله لویه بدختي او ستونزه ده چې له اسلامي شعایرو، مذهبي او افغان کتلوري ارزښتونو سره کاملا په ټکر کې عمل دی.

د ښوونځي زده کوونکې نجلۍ وه، د هغې مور او پلار د ننګرهار کابل ته راغلي وو، همدا نجلۍ او د هغې ماشوم ورور یې خپلې نږور ته ددې لپاره پري ایښې وو چې ښوونځي ته منظم ولاړ شي.

د ځینو سیمئیزو موثقو سرچینو له قوله چې د ښوونځي ۱۵ کلنه نجلۍ له درسونو څخه رخصت شوه، په ډیره مینه خپل کور ته راغله، هغې تمه درلودله چې په کور کې پاتې وریندار به خواړه ورته ورکوي.

کلیوالي ژوند دی، د اوسیدو د خونو یا خو دروازې نه وي او یا که وي نو قلف نه لري، همدا ماشومه د مکتب نجلۍ د خپلې وریندارې خونې ته ورګوري، هغه له پردي سړي سره په ناروا (زنا) عمل اخته ده،‌ نجلې خپله وریندار او پردی سړی بربنډ او په بد حالت کې ویني،‌همداسي چوپه خوله بیرته شاته ځي، هیڅ هم نه وایې، نه ږغ کوي،‌ نه کلیوالو ته نارې وهي، ځان ناګمانه اچوې،‌ او د ځان او ورور (چې وروسته به له ښوونځي څخه راځي) لپاره د خواړو په اړه فکر کوي.

ورینداریې چې د ښوونځي نجلۍ له پردي سړي سره بربنډه لیدلی ده، اوس د خپلې ندرور په اړه فکر کوي، همدا بدلمنه میرمن او پردی سړی چې زنا کې ورسره بوخت وو، په ګډه پریکړه کوي چې د ښوونځي دا معصومه نجلۍ باید ووژنو،‌ تر څو د ښځې د کورنۍ نور غړي له دي ماجراء څخه خبر نشي.

زناکار او بدکاره سړی د ښوونځي د معصومې نجلۍ پر ستونې پښه ږدي، هغه چيغې او بغارې وهي چې ما مه وژنئ، زه چاته نه وایم، ما پریږدئ، هغه معصومه نجلۍ خپلې مور او پلار ته نارې وهي چې ما وژني ما ورڅخه خلاصه کړئ، خو دهغې ږغ له ستونې کله وځي، د هغې په ستونې یې پښه ایښې او په خوله یې لاسونه ورته ټینګ نیولي دي، نجلۍ دواړو بدکارو په ګډه او شریکه سره قتل کړه.

اوس نو تر قتل وروسته دواړه وارخطاء دي چې مړی به يې څه کوو،‌ کلیوال راخبریږي، شرمیدلي او بدلمني ښځې زناکار سړي ته وویل چې ماته چل راځي.

په کور کې يې تنور کې بوټې واچول، نجلۍ یې تنور ته ورواچوله، د نجلۍ تر بدن لاندي او پورته یې خاشاک او خځلې واچولي، نور یې د معصومي نجلۍ جسد ته اور واچاوو.

د انسان جسد چې سوځول کیږي، یو ډول ځانګړی ډیر تیز بوی لري، د همسایه کور ښځې چې خبرې وي چې په همدی کور کې په دي وخت کې یواځي‌همدا میرمن ده او نارینه یې نشته، د بام له سره یوې میرمنې وروکتل او ږغ یې پري وکړ،‌چې ستاسي له کور څخه د سوځیدلي څیز بوی راځي،‌ همدې بدلمنې او بدکاره ښځې ورته ویلي چې د کور چټل شیان مې راټول کړي او په تنور کې مې اچولي چې وسوځي.

لږ وروسته د معصومي وژل شوې نجلۍ ماشوم ورور چې تره دي کشر دی،‌ کورته راننوځي،‌هغه د خپلې خور پوښتنه کوي، په دي‌ وخت کې پردی بدکاره سړی له همدې کوره وتلی دی، وریندار یې ورته وایې چې خور دي غوټه واخیستله او له کوره وتښتیدله.

الله ج د انسان قتل نه پټوي، الله ج قاتلان رسوا کوي،‌ د همدې بدکاره ښځې ډیر کوچنی زوی خپل ماشوم کاکا ته وایې چې ستا خور په تنور کې ده هغه یې وسوځوله، همدا ماشوم چې لا هم تر ډیره په ښه او بد نه پوهیږي، مخامخ پر تنور منډه وراخلي او چیغې وهي چې زما خور یې وسوځوله، مکاره او بدلمنې میرمن همدا معصوم ماشوم هم د شا لخوا په کوم شي باندي‌ په سر باندي‌ وهي، او د ماشوم سر ماتیږي، خو حوصله له لاسه نه ورکوي، منډه اخلي‌ او د کور د دروازې څخه د باندي‌ په وتلو توانیږي او په چیغو چیغو نارې وهي چې زما خور يې مړه کړه، زما خور یې په تنور کې اچولي هغه سوځوي.

ګاونډیان خبر شول، پولیس خبر شول، د معصومي نجلۍ مور اوپلار په کابل کې دي، د بدلمنې میرمنې میړه هم لا کورته نه دی رارسیدلی چې پولیس راغلل، پولیسو کور محاصره کړ، بدلمنې ښځه یې ونیوله،‌ کله چې دهمدې بدلمنې میرمنې میړه او د قتل شوې معصومې نجلۍ ورور راورسید، هغه د تنور په لور منډه کړه، ولي هلته یې د خور د سوځیدلي جسد ټوټې ولیدي،‌ د خپلې خور په اور سوځیدلې جسد ټوټې یې له تنور څخه راکښلي.

پولیسو هرڅه خلاص کړي، او بدکاره یې په رنجرکې کینولي ده، هر څومره چې یې میړه ورته وویل چې ماته یې وسپارئ، هرڅومره چې پولیسو ته د سيمې خلکو وویل چې تاسي میرمن همدلته خپل میړه ته وسپارئ، حکومتي ځای ‌ته یې مه وړئ،‌ مګر د ډیموکراسي د قانون پلي کوونکو هغه میرمن ورته پرينښودله.‌ خلکو په پولیسو او حکومت بد ویل خو څه یې له لاسه هم نه کیدل. دا هم سوال دی چې ولي‌ ګاونډیانو حکومت خبراوو،‌ که حکومت یې نه وای خبر کړي،‌ بیا هم کوم کلیوال د ډیموکراسي د قانون له امله نه شوای کولای چې دغه میرمن ونیسي او کور ته ورننوځي،‌ بیا به حکومت همدوی ته هم ستونزې دوسیې جوړولي.

بدلمنې ښځه حکومت د امن کور او یا خو محبس ته ورسوله، کلیواله ښځه هلته د مؤظفو حقوق بشر او حقوق زن کارکوونکو میرمنو لخوا وپوهول شوه چې د زنا له کولو څخه منکره شي، ځکه په تا باندي هیڅوک زور او جبر نه شي کولای، اوس همدا بدلمنې ښځه وایې چې غله راغلل، نجلۍ یې ووژله او غوښتل یې چې هغه بل ماشوم هم ووژني، هغه چیغې کړي، غل وتښتیدی، او زه هغه سړی (زناکوونکی) چې زموږ کورته راغلی وو،‌ نه یې پېژنم، بس نور خیرو خیریت دی، هیڅ خبره هم نشته، د معصومي زده کوونکې نجلۍ زناکاره قاتله په خانه امن / زندان کې په پوره امنیت کې شپې تیروي، د بشر او ښځو د حقونو په نوم ټولنې له دغسي بدلمنو او بدکارو ښځو څخه د دفاع لپاره کار کوي.

د بشر حقونو او ښځو حقونو ټولنې سمدستي د اساسي قانون څخه خبرې پېل کړي،‌ هغه قانون چې دویم فصل له ۲۲ مادې څخه تر ۵۹ مادې پورې کټ مټ د لویدیځوالو له قانون څخه را کاپي شوی او د اسلامي، مذهبې او کلتوري ارزښتونو سره په ځینو برخو کې تړاو نه لري.

په تیر رمضان میاشت کې د پکتیکا یو سپین ژری سړی چې عمر یې له ۷۵ کالو اوښتی وو،‌ د پلچرخي زندان کې له دي کبله مړ شو چې د علاج کولو لپاره له زندان څخه د وتلو اجازه ورنه کول شوه،‌ قریبانو یې ډیره هڅه وکړه چې هغه د تداوي لپاره په موقت ډول په تضمین سره له زندان څخه وباسي خو هیچا هم اجازه ورنه کړه، هغه چې همدي له لویدیځ څخه را وارد شوې اساسي قانون کې حق ورکول شوی،‌ مګر د میرمنو لپاره بیا اساسي قانون داسي ده چې باید عملي شي، په میرمنو فشار رانه وستل شي چې هغوی په جرم باندي په زور باندي اعتراف وکړي.

په ۳۰ ماده کې قانون لیکي: له متهم یا بل شخص څخه په زور تر لاسه شوې څرګندونې، اقرار یا شهادت اعتبار نه لري.

په جرم اقرارد متهم هغه اعتراف ته وایې چې په بشپړه خوښه او د عقلي روغتیا په حالت کې یې د باصلاحیته محکمې په وړاندي کړی وی.

همدا ماده یواځي د میرمنو په حق کې د بشر او ښځو د حقونو په نوم پلویان کاروي، ولي موږ وینو چې په زندانو او محاکمو کې له نارینه وو سره کوم ډول چلند کیږي.

د اساسي قانون د دویم فصل ۲۲ او ۳۰ ماده د مکث وړ ده، ۲۲ ماده کې ویل شوې چې: د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی.

د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب لري.

د تبعیض او امتیاز خبره هغه چې له اسلامي نصوصو سره په ټکر کې نه وي، موږ یې هم درسره منو،‌ولي د ډیموکراسي په قانون کې د پورته مثالونو په نظر کې نیولو سره د نارینه وو حقونه تر پښو لاندي شوي او تبعیض شوی.

که ستاسي قانون نر او ښځې ستاسي‌ په اصطلاح مساوي حقونه ورکړي وي، نو بیا ولي قاتله میرمن مجازات کیږي نه، ‌او که قتل د نارینه لخوا وشي، هغه ستاسي ‌د اصولو مطابق مجازات کیږي. ولي ۷۵ کلن سړي ته د تداوي له پاره له زندان څخه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي،‌ ولي له هغه څخه په زور او جبر اقرار اخیستل کیږي او بیا په همهغه زندان کې مړ کیږي،‌ مګر د بشر حقونو کمیسون او مدني فعالان ټول چوپه خوله دي.

د همدې خانه امن له وجې د یوې نجلې له کوره تښتیدو له امله د نجلۍ د کورنۍ د غړو لخوا ۹ تنه ووژل شول، هغه چې دوی پری شک کاوو چې د نجلۍ د تښتیدو او خانه امن ته تر رسیدو پورې چارواکو او یا نورو پکې لاس درلود. مګر نجلۍ اوس هم په خانه امن کې اوسیږي او خپلې کورنۍ ته نه تسلیم کیږي، اوس د ۹ تنو وژلو او د نجلۍ له کوره تښتیدلو فتنه لویه شوه او که داچې نجلۍ یې خپلې کورنۍ ته سپارلي وای او د کورنۍ پریکړې ته یې احترام شوی وای.

په هلمند کې یوې میرمنې د خپل زوی په مرسته خپل میړه وواژه، د مقتول پلار چې د پیښې ځای ته ځان رساوو،‌مخکې لا پولیسو هغه میرمن نیولي‌وه،‌ او محبس ته یې بیولې وه، د مقتول پلار چې هرڅومره د خپلې نږور د ورسپارلو غوښتنه کوي هغه ته نه سپارل کیږي.‌او جرم هم ثابت دی، اوس به همدا قاتله میرمن د ښځو د حقونو د کمیسون په مرسته له قتل څخه د برائت دروغجن دلایل جوړوي.

او په هرات کې خو بیا د هغه تبعیضې چلند شاهدان هم یو چې یو سړی اوه کاله په زندان کې په دي تور اچول شوی وو چې خپله میرمن یې وژلي، اوه کلونه وروسته چې راخلاص شو، میرمن یې مخې ته ورغله او میرمن یې نه وه وژلي.

که د خانه امن مخه ونه نیول شې، له دي‌پرته چې هلته د تښتیدلو نجونو لپاره ځای دی، داسي ډیر راپورونه رسنیو خپاره کړه چې له همدې نجونو سره بیا په همدي خانه امن کې زور زیاتی او جنسې تجاوز پري کیږي،‌همدا ډول په زندانو کې هم له هغو ښځو سره چې دقتل او یا هم میړه څخه د تيښتې له امله نیول شوې وي،‌ ورته بد چلند او بدلمنې ته مجبوره کیږي.

همدې پروژو او پروسو ته کار کیږي، اوسمهال خو د ښځو د ددوی په اصطلاح د پرمختګ لپاره په سلګونو میلیونه ډالر د افغانستان حکومت ته په واک کې ورکول شوې،‌ ولي تیرو وختونو ته په کتلو سره د ښځو اړوند بودیجه چې مصرف شوې،‌تر ډیره یې کورني تاوتریخوالي‌ته لمن وهلي،‌ ځکه چې د میرمنو د پوهي کچه کمه ده،‌ په ځینو وختونو کې له کورنۍ څخه تيښته کوي، بیا نو د هغې ځای خانه امن او یا هم زاندان وي،‌ځکه په افغاني‌ټولنه کې چې‌میرمن په تيښته او یا دکورنۍ د خوښې خلاف له کوره ووتله، هغه بیا ازاد ژوند نه شي کولای. ‌نو له دي کبله ده چې د بشر او ښځو د حقونو کمیسونو د همداسي میرمنو لپاره هم د هغوی ژوند تریخ کړ او د هغوی د کورنیو لپاره یې هم ستونزې پیداکړي دي.

ځینې میرمنې چې هڅول شوې او یا د ښخو د حقونو له دروغجنو شعارونو څخه متاثره شوې وې، له خپل میړه څخه د طلاق او جلا کیدو له امله له کوره تښتیدلي وي، هغوی بیا په محبسونو کې ډیر بد ژوند لري، او یا خو د میړه له خوا د همدی تاوتریخوالي له کبله کله پزه او کله غوږونه پري شوې دي.

تر څو چې د افغانانو کلتور ته د بشر او ښځو د حقونو کمیسون کارکوونکي په احترام قایل شوې نه وي، د میرمنو حالت به ښه نه شي،‌ بلکې کورنۍ تاوتریخوالی به لازیاتیږي، او د تر سره شوې سروي ګانو له کبله چې په تیرو ۱۵ کلونوکې کال تر بل راتلونکې کال د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی، او لامل یې د میرمنو د پوهې ټیټه کچه او د حقوق بشر او حقوق زن دروغجن شعار څخه متاثره کیدل ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x