fbpx
Ashraf-Ghani1

د پیغلو میره

زموږ او ستاسو په کلیو کې په ودونو کې ښځې هم اتڼونه کوي، د اتڼ کوونکو میرمنو ډیری پیغلې وي، په اتڼ کې هغه پیغله د ډیر اهمیت وړ یې چې دریا وهي، همدا د دریا پیغله ګواکې د اتڼ نبض په لاس کې لري، او دا د پیغلو میره وي.

ویل کیږې یو ځای په کوم واده کې یو ګرم اتڼ روان و د پیغلو د میرې د دریا غربهار او د چټو پیغلو د اتڼ مستې په تیزې سره زیاتیدله، د اتڼ په دا عین ګرم حالت کې د پیغلو په میرې خدای خبر څه اسماني ټکه را ولویدله او یو دم یې لاس ونیو، د اټن د مستې ځای د پیغلو شور او خندا ونیو څوک په یوه او نورې په بله سره ولاړې.

د اتڼ زیاتې نندارچیانې زړې بوډۍ او ماشومانې وي، د بوډیو له خوا د (څه وشوو؟ څه وشوو؟ ) پوښتنه په تیزې سره تکرار شوه، اخیر یې یو غلی او نرم ځواب تر لاسه کړ چې هغه ښه دریاب یې واهه او د پیغلو میره وه حیادي وي…. بـــــــــــــــــــــــــاد…… یې له واکه ووت… !!!.

بلا تشبیه… زموږ دنړۍ په دویم مفکر….. ډاکټر اشرف غني هم هغه د پیغلو دمیرې کانه وشوه. په باره د مرستیال کې.

لیکوال: نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د