
د دهمزنګ د سيمي تاريخچه او ولي ورته دهمزنگ وایی!!!!
ممتاز
دهمزنګ دکابل يوه د هغو سيمو څخه ده چې ۲۳۰۰ کلن تاريخ لري . دی سيمه کی مزنګ څی پهلوان هم وه اوسیده . او هغه په دغه سيمه کې استوگن وو . د کابل ښار د لوگر او کابل د سيند تر مينځ پروت وو . چې لاندي سيمي يې بګرامي ، بت خاک او بالا حصار وې .
د کوشانيانو د راتلو وروسته کابل د هندو ترک په دوو برخو وويشل سو . او ښار نور غټ سو . او ودانياني د کابل سيند پوري را وغځېدلې . پهلوان مزنګ په دغه سيمه کې کښت او مالداري کوله . او کوشانيانو هم اکثريت لکه بابړيان او تيموريان د کرني او مالدارى سره پوره آشنايې درلودله .
د کابل په هره سيمه کې يې کلا ګاني جوړي کړي وې او د نفوذ په ډېريدو دغه کلا ګاني په کلو بدلی سوی . د کابل اصلي اوسيدونکي د همدغه ملو خلګ دي . د کوشانيانو په دوره کې د دهمزنګ ، ده کيپک ، کوه قروق ، قرغه ، چمتلي ، چومله ، چيکل او آله سراي آبادي سولې .
د دهمزنګ نوم د عربو په تاريخي ياداښتونو کې هم ذکر سوى دى چې ددې څخه معلوميږي چې دا د اسلام څخه مخکي سيمي او شتون يې درلود . په ترکي ژبه کې مزنګ کلکي بوجى ته وايې چې دا معلومه سوه چې دلته ترکان هم ګواکي ميشت وه . دهمزنګ ، ده بوري او ده دانا هغه سيمي وې چې شتمن او او د کرني او مالدارى خانان پکښي اوسيدل . په اخير کې دغه څلور سيمي د چهار ده په نامه هم يا ديدلې .
مزنګ او بوري (بورا) د کوشانيانو نوم دى .