ټولنیزه برخه

ژوند څو ساده احکام لري

د ډاکتر اسکي لنډې او په زړه پورې خبرې

ژباړه: محمداکبر حقمل

۱ که چېرې په خپلو غوښتنو پسې لاړ نه شې، نو خپلې غوښتنې به هېڅکله هم ستا په لور رانشي.

۲ که چېرې ته پوښتنه ونه کړې، نو ځواب به د هېڅ کله هم ترلاسه نه کړې.

۳ که چېرې مخ پروړاندې قدم پورته نه کړې، نو ته به د تل لپاره د شته ژوند په څېر ژوند ولرې(بدلون به ونه مومې).

بل ځای وایي: که چېرې یې پرته له کوم دلیل څخه پرېږدې، نو بیا سره له بښنې غوښتلو ورته واپس مه راځه.

بل ځای وایي: هرڅه، چې غواړې را روان دي. ته آرامه واوسه او اجازه ورکړه تر څو خپله لاره لنډه کړي او اړین وخت تېر کړي. ته یواځې اړتیا لرې تر څو په هغه څه باور وکړې او ولرې، چې ستا لپاره را روان دي. او لیدنه یې وکړه، څنګه په بیړه راځي.

بل ځای وایي: دا ډېره آسانه ده، چې د له خلکو سره په فکر یا خیال کې مینه وکړې اما دا ستونزمنه ده ترڅو هغه وخت له دوی سره مینه وکړې کله، چې ستا په مخ کې ولاړ وي.

بل ځای وایي: ویونه یا لغتونه مفت یا بې بیې دي په حقیقت کې دا تاسو پورې اړوندېږي، چې څه ډول یې استعمالوئ، شاید داسې یې وکاروئ ترڅو تاسو ته ارزښت درکړي.
منبع: د ډاکټر اسکي ټوېټر پاڼه انګلسي متنونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x