نظــر

د ښوونې او روزنې ارزښت

د ښوونې او روزنې چاروته په اساسي توگه د اميرشېرعليخان په وخت کې پاملرنه شوې او لارې چارې يې سمبال شوې دي. 

د علامه سيد جمال الدين افغان لارښوونه ده، چې ښوونه بايد په مورنۍ ژبه وشي.

يعنې ښوونه او روزنه په هغه وخت کې په زړه پورې نتيجه ورکولى شي، چې په مورنۍ ژبه ورته كار وشي. که په مورنۍ ژبه نه وي؛ نو لومړى د ژبې زده کول په کاردي او بيا ښوونه، چې دغه کار د يوه کار د اجرا لپاره دوه وخته ضايع کوي: يو د هغې ژبې زده کول په کار دي، چې تعليم او ښوونه ورباندې کيږي او بيا د ښوونې په يادولو پيل کول په کار دي.

(په افغانستان کې د عصري ښوونې او روزنې پيل او پراختيا)په کتاب کې راغلي د ي، چې ((په آريانا يا لرغوني افغانستان کې هم د زده کړې سلسله له مذهبي ادبياتو څخه راپيل شوې او زړه برخه يې لرغوني ويدي سرودونه دي، چې د ارباب الانواع ستاينې لري.دغه ويدي سرودونه لرغونې گروهي او عقيدې څرگندوي، د طبيعت رازونه راسپړي، پندونه او لارښوونې لري او خلک پوهې او تفکر ته رابولي. د دې سرودونو جوړوونکي او ليکونکي (ريشيان) بلل کيدل، چې د خپل وخت پوهان ول، د خپل وخت ټول رواجي علوم يې زده ول او د روحانيت تر څنگ شاعران، ادبيان او خطبيان هم ول، چې په روحاني، اجتماعي او سياسي چارو کې يې د خلکو لارښوونه کوله؛ له همدې كبله (ويد) په سپيچلې پوهه ترجمه کيږي او د علم او پوهې خوريدل په کې نغښتي دي او آريايانوعقيده درلوده، چې دا سرودونه الهامي دي)).

دغه کتاب په خپل (١٠) مخ کې ليكي (( په افغانستان کې د اميرشېرعليخان د دوه يم حکومت (١٨٦٨-١٨٧٨ ع) دوره هېواد ته د نوي تمدن د راتلو، ترويج او تعميم دوره ده. په دې دوره کې مطبعه هېواد ته راوړول شوه د (شمس النهار) اخبار نشر شو، کتابونه خپاره شول، پوست ټکټونه چاپ شول، عصري لښکر جوړ شو، کابينه جوړه شوه او د چارو وېش وشو او ورسره د ملکي او عسکري چارو د پرمخبولو لپاره د کدرونو د روزلو په غرض په هېواد کې په سرکاري سطح يو مسلکي او عسکري ښوونځى پرانستل شو او له دې سره په افغانستان کې عصري زده کړې پيل شوې..)).

البته، چې د زده کړې لپاره تعليمي نصاب او مفردات ضروري دي؛ کله، چې تعليمي نصاب وټاکل شي د شاگردانو لپاره په هره برخه کې د پروگرام جوړولو لپاره تعليمي مفردات ټاكل كيږي، چې د هغو مفرداتو مطابق کتاب وليکل شي او شاگرد د استفادې لپاره وړاندې شي.

ښوونه او روزنه دوه بېل بېل څيزونو دي، چې يو يې ښوونه او بل يې روزنه ده. روزنه او پالنه لومړۍ ده. يعنې لومړى پالنه بيا روزنه، چې دواړه د څارنې لاندې روان ساتل كيږي. ښوونه د ښوونکي وظيفه ده، چې په ښوونځي او ټولنه کې د نصاب او اړتيا مطابق شاگردانو ته وړاندې كيږي. ښه روزنه، ښه عادات، ښه خوى، ښه اخلاق او انسانيت په خپله سمه معنا يادول د مور و پلار کار دى؛ ځکه، چې ماشوم شپږ ساعته په ښوونځي کې او نوره ټوله ورځ له کورنۍ سره وي. مور بايد ځانگړى مهالوېش ورته جوړ کړي. هڅه دې وشي، چې د کوڅې له هلکانو سره ناسته ولاړه وڅاري؛ له هغو سره مردکى ونه کړي او هگۍ ونه جنگوي. که دغه کارونه وکړي له همدغه وخته جوارگر او قمار بار اموخته کيږي او ټولنيزې ستونزې رامنځته كوي؛ نو، ځکه د کورنۍ لويانو په تېره مور ته ښايي له هرزه هلکانو او ډلو سره يې کښيناستلو ته پرې نږي. په دغه وخت کې د ماشوم په روزنه کې لږه بې پروايي کورنۍ او ټولنې ته زيات کړاو پيداکوي، چې بېرته يې ښو اخلاقو او له ښو خلکو سره ناستې پاستې ته راگرزول به سترې ستونزې رامنځته كړي او لوى غم به مو لوى زغم ته اړ كړي. مور بايد له همدا اوس څخه خپلې دندې ته متوجه شي او داسې څه وروبښي، چې انسانيت او سړيتوب يې غوښتنه کوي. که اوس پرې غور ونه شي او ووايي، چې ځه وروسته به ښه شي؛ وروسته په هيڅ صورت نه ښه کيږي. دغه د ښه کيدلو لپاره لږه بې غوري کول دومره زور غواړي لکه غر، چې په نوک اړوي.

اولاد روزل آسانه خبره نه ده، ډېره توجه او زياته پاملرنه غواړي. کيداى شي، چې لوبې هم وکړي په خبرو کې دې هم گډون وکړي؛ خو اندازه يې په نظر کې نيول حتمي کار دى او دا د مور کار دى. مور او کورنۍ بايد وپوهيږي، چې زوى يې له ښوونځي وروسته چېرته ځي له چا سره کښيني، انډيوالان يې څوک دي او تل بايد تعقيب شي. اولاد پخپلسر پريښودل له اولاد نه کوڅه ډب جوړوي؛ کوم اولاد، چې کوڅه ډب لوى شي هغه بيا نه د پلار خبره مني او نه د مور، نه د مشر ورور، چې د دغه کار اصلاح بيا ډېر وخت غواړي او سړى دې ته مجبوره وي، چې افسوس وکړي؛ ځکه، چې له دې پرته نور څه په لاس نه ورځي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x