شعـــــرونه

د مينې پاچا ته!

فداء محمد لقمان

زما د ميني په کچکول کي څو خويونه راسره دي
څه د يار په نوم اهداء کړم څو دردونه راسره دي

د اخلاص په دسماله کې زما د مينې و پاچا ته
دا ډالۍ به کړي قبوله څو فکرونه راسره دي

د تيارو په اوبو لامبم د احساس مشال مي مړ دى
ربه څرنګه بيديا ده څو مزلونه راسره دي

د هجران شراب مي څښلي خو مست کړی يم ستامينې
هرڅه واړه رانه پټ دي څو دردونه راسره دي

لالهانده يم راوتی د يوه ارمان په هيله
ستا و کلي ته درځمه څو سوالونه راسره دي

د قبول په هيله ناست يم د وصال دعا مې کړې
د وصال په ميخانه کي څو جامونه راسره دي

د زړګي پرآئينه مې د جانان نوم دى ليکلى
په يورنګ ندى (لقمانه)څورنګونه راسره دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x