نظــر

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي «څلورمه برخه»

 سیف الرحمن رحماني

د ډیمکراسۍ ډولونه

له بل پلوه یې د سپارټا کمونسټ واکمن کلیومینس ته دعوت ور کړ، چي پر اتن باندي یرغل وکړي او په اتن کي د وخت اباد حکومت له پښو وغورځوي او دوی اقتدار ته ورسوي. نوموړي همداسي وکړل پر اتن یې پراخ یرغل وکړ او د دواړو ډیموکراسیو ترمنځ اووه ویشت کلونه پرله پسې جنګ وشو، مګر کمونسټان ناکام شول او په اتن کي یې کمونیسټي ډیمکراسي رانه وستی شوه او د اتن دوه زره کمونسټان د اتن دواکمن له پلوه ووژل شول .

په همدې اساس له پیل څخه د ډیمکراسۍ نظام پر دوو ډولونو باندي وېشل شوی دی، چي په هماغه زمانه کي یو ډول یې اشرافي ډیموکراسۍ ونومولی شو لکه چي افلاطون په خپل کتاب ریپبلک یعنې ولسواکي نظام کي همدغه نوم ورته ذکر کړی دی. او دویم ډول یې کمونسټي ډیمکراسي وه،چي په سپارټاکي وه او په اتن کي یې هم د پلي کولو هڅه کړای شوې وه او افلاطون د دغه ډیموکراسۍ مبتکر او زیږونکي د سپارټاد کروټن د کلي نامتو فیلسوف فیثاغورث ښودلی دی، چي د فلسفه اصطلاح کیښودونکي او د اقلیدوس مصنف او د افلاطون استاذ هم و. د سیاسي نظام به بڼه کي لایې کرګس پلی کړه، چي په سپارټا کي یې تر دوه سوه کلونو پوري دوام کړی وو

پړاوونه

د ډیموکراسۍ د دغو دواړو ډولونو له پیل څخه تر اوسه پوري مختلف پړاونه منځته راغلي دي، چي د حاکمیت په لحاظ اشرافي ډیموکراسي پر دوو سترو مراحلو باندې وېشل شوې ده.دغه راز کمونسټي ډیموکراسي هم د واکمنۍ له نظره دوه ستر دورونه لري: یو یې لومړی دور دی، چي د یونان په سپارټا کي و او پوره دوه سوه کلونه یې تکاملي واکمني کړې وه او له دوه سوه کلونو څخه وروسته په یونان کي پای ته ورسول شوه .

دویم دور یې په شپږمه مسیحي پیړۍ کي و، چي د یونان د سپارټا پر ځای په ایران کي د مزدک ایراني له پلوه احیاء او په وجود راغلې وه، چي عُمر یې خورا لږ و او هغه داسې، چي په( ۴۸۸م)کي یې د کمونسټي نظام اعلان وکړ او په (۵۲۹م)کي د مزدک له وژلو سره سم کمونسټي نظام هم پای ته ورسولی شو.

دریم دور یې له (۱۹۱۷م)څخه پیل شوی و او په روس کي کمونسټي نظام قایم کړای شو، چي په روس کي یې صرف اویاکلونه حکومت وکړ او په (۱۹۹۲م)کي ختم کړای شو، مګر په چین کي اوس هم تش په نوم پاتې ده، ځکه هغه اصول چي په سپارټا کي دوه نیم زره کلونه پخوا ورته کیښودل شوي وو،هغه ختم کړای شوي دي، که څه هم د ایډیالوژۍ او عقیدوي مسلک په لحاظ اوس هم کابو په ګرده نړۍ کي کمونسټان موجود دي او يوڅه پلویان لري .

نور بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x