fbpx

د کندهار ميوند ولسوالي:/ محمد سرور سروري

محمد سرور سروري

دمیوندولسوالي دکندهار يو له مهمو ولسواليو څخه ده  چي د کندهار دښار لويديځ ته  په ۷۰  کيلومتري کي د هرات کندهارپر لويه لار  پرته ده  .  ختیځ ته يې دژړۍ ولسوالي شمال ختیځ  یي خاکریز شمال ته یې د غورک ولسوالي اوشمال لویدیځ څنډه یې دهلمند سنګین اولویدیځ ته یې دهلمند ګریشک ولسوالي اونهرسراج  او جنوب ته یې پراخه ریګ دي چی آن دبلوچستان ترنوشکی ولسوالۍ پوري رسیږي ، جنوب ختیځ ته یې دکندهار پنجوائی ولسوالي پرته ده. میوند پراخه زراعتی مځکه لری دنفوس شمیرئې  د ميوند د احصایي د مرکز له درکه  (۳۰۰۰۰۰)تنوته رسیږی  چي ۲۶۰۰۰۰ يي بومی کسان ژوندکوی  او۴۰۰۰۰غیری بومی ژوندکوی .

ياده ولسوالي ۳۶۵ کلي لري چه مشهور کلي یې  سفوزاي ، لوي کاريز،  چشمه ميوند ،  نوآباد ، خوګياڼي ، چهل ګزی ، قلعه ښامير چشمه محمد خان ، چشمه محمدرسول خان  او بندتيمور دي  . خلګ یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. ۳۳۷ کاریزونه لري  ، چي ځيني يې پخوا کوټ ( وچ ) سوي دي او پاته نور ئې د ورستیو وچکالیو اود زیاتو برمو دکیندلوله کبله وچ سول ، نو ويلاي سو ، چي تقريبا ټول کاريزونه ئې اوس وچ دي  . د اټکل لمخی پینځه دیرش زره کورنۍ  پکښی اوسيږي ، اکثره خلګ ئې په کرنه بوخت دي  . زيات خلګ یی په پښتو ژبه خبری کوی ، ډير لږ فيصدي خلګ یی چی په ریګ کی اوسیږی په بلوڅی ژبه ګړیږی. دپښتنو مشهوري قبيلې  لکه : نورزي،  اسحاق زي،  بارکزي، پوپلزي، کاکړان،  خوګياڼی، اڅکزي،  محمدزی،  هوتک ،  الکوزي ، يوسفزي، اونور.. پکښي ژوند کوي.

مشهوره غرونه او سيندونه 

دمیوندغر،  سورغر، ګرمابک غر،  دسنګبرغر ئې   مشهور غرونه دي  . دلویو مندونو څخه ئې یوسپین مانده چی دترینکوټ څخه سرچینه اخلی اود ميوند پر مرکز ورځي وروسته د ارغنداب د رود سره ګډیږي . نورمندونه هم لری لکه برنګ ،جومند(جوي مهمند)، تورنیکه مانده ، نری مانده ، دتورو  مانده .
د ارغنداب سیند چي کله خپل مرستیالان لکه  ترنک، ارغستان،  ډورۍ    دځان ملګري کړي  وروسته ددغې ولسوالۍ په جنوب کي دریګ په بغل کي تیریږي څرنګه چي رود د زراعتي ځمکو څخه کښته دئ  نوپه هم دي وجه  زراعتی ویالې هم لږ ځنی راجلاسوی دي . مهمی ویالی یی دکلاښامیر اوبندتیمور ویالې دې. تیروڅو لسیزو جګړو یی ځيني ویالې لکه ولی وال ، جويګرم،  چشمې چي مخکي بهيدلي اوس کوټ کړی دی .

ځنګل

نوموړې ولسوالي په جنوبي برخه کي  د دريو کيلومترو  په عرض او  پینځوس کلیومتره په اوږدوالي شین ځنګل لري، چی دارغنداب د رود په څنګ کي د ختيځ څخه لويديځ ته  پروت دي ، چی یوه ملي شتمني ده او یادي سيمي ته يې طبعي ښکلا ورکړي ده.  دغه ځنګل پنځلس کاله پخوا د حکومت د بي غوري له وجهي د خلګو دخوا مکمل وکښل سو خو اوس الحمدلله بیرته خپل اصلی کمال ته رسیدلي.

زراعت 

ميوند زياتي اواري ځمکي لري او زيات خلګ ېې په کرکيله بوخت دي .  د ځمکو حاصلات  يي غنم ، جوار، اوربشي ، پنبه، ځيره، پیاز، ریحان ، کونجتی،  انګور ،هندوانې ، خټکي ،  انار،  رومي بانجان دي .  اودسون زیات توکي  یی د ریګ بوټي  دي.

مالداري
ددي ولسوالي خلګ د کرني ترڅنګ مالداري هم کوي . زيات حيوانات يي په دښتونو څرل کيږي ، خو په کورونو کي هم  حيوانات د خپل  ضرورتونو په اساس روزي .  پسونه ، وزې ،غواګاني ، اوښان ، چرګوړي  یي ښه مثالونه دي . ګورم :  دا نوم هغه غواګانو او لويو حيواناتو رمې ته  ويل کيږي چي د پسرلي په دريو مياشتو کي به کليوالو خپل د کورونو غټ حيوانات ، غوايي ، اوښان او نور  د کلي يو کس ته په مزدوري ورکړه چي په دغه دريو مياشتو کي يي د ځنګل  په شنو سيمو کي وګوري . په دغه دريو مياشتو کي به خوارځواکه او ډنګر حيوانات ډير چاغ سول ، او بيا به په ښه روپو خرڅيدل .
د تيرو جګړو ناورینونو زموږو زراعت و مالداري او د خلګو اقتصادي وضعه سخت ځپلي دي .

معارف

د ميوند ټول اولسونه  دتعلیم او زده کړو سره علاقه لري .  د لوړو زده کړو په برخه کي يو د  زراعت انستيتوت او بل دکندهار د عالي دارالمعلمين يوه همايوي څانګه لري ، همدا شان  د يوي لیسې په شمول ۱۴ بابه  ابتدايه ښونځۍ لري چي ځني ښوونځۍ د نا امنيو له وجهي تړلي دي .

د ګوتو په شمار ديني مداريس لري چه هغه هم له سختو مالي او مادي ستونزو سره مخ دي .

له همدي وجهي زموږ زيات ځوانان د ديني زده کړولپاره ګاونډي هيوادو ته د سبق ویلو په موخه مجبوريږي .ددغه مدرسو سره حکومت هيڅ راز کومک او همکاري نده کړي   چي زيات مالي کومک ئې  دسيمي  خلګ ورسره کوي .

په وروستيو کلونو کي زيات ځوانان د طب ، انجنيرۍ، تعليم او تربيي په برخه کي  تر پوهنتونوپوري  زده کړي کړي دي،  اوس هم هرکال فارغان ورکوي  چي  الحمدالله  د ټولني او خلګو په چوپړ کي پر کار بوخت سوي دي .  خود پلرونو او کورنيو  دنه پاملرني له کبله زيات ماشومان له زده کړو بي برخي پاته دي . ددې ولسوالي تعليمي کچه په سلو کي   ٪۳۰  سلنه لوستي کسان دي ، او پاته ٪۷۰   فيصده خلګ بې سواده پاته سوي  دي.

روغتيایي خدمتونه

ميوند ولسوالي  دري کلينکونه چي یومرکزي (سي ايچ سی ) کلینیک په بازار کي او نور دوه  په اطرافوکي موقيعت لري  چی دداسي  زیات نفوس لرونکي ولسوالۍ لپاره ډير لږ دي او پر وخت  خدمتونه  نسي اجرا کولاي،  بايد ددي ګڼ ميشتي ولسوالۍ لپاره په مرکز کي  يو مجهز روغتون ولري او په ليري اطرافو کي ډير صحي مرکزونه فعال سي .

سپورټ

پخوانۍ لوبي لکه ؛ غيږ نيونه ، خوسی ،  کبډي ، دوره ، پټ پټوني ، او داسي نوري  وي . خو اوس د نوي عصر سره دغه لوبو  نوې بڼه غوره کړي ده .  ځوانان اوس په فوټبال ، واليبال ، کرکيټ ، او داسي نورو لوبو خپل تفريحي وخت تيروي ، او پدغه لوبو کي اوس هرکلي او سيمه  ځانته  فعال ټيمونه لري وخت نا وخت د سپورټي  سياليو لپاره کندهار هيلمند او نورو ځايونو ته هم ځي . د تفريح لپاره کوم خاص پارک نلري . زيات وخت ئې خلګ او ځوانان د سيمي زيارتونو او تاريخي کلاوو ته د تفريح په موخه ځي ، په ميوند کي ځيني تاريخي کلاګاني هم موجودي دي  : شنه کلا ، سره کلا ، د ميوند کلا ، کلاتکه ، د سنګسار غونډۍ  او داسی نور…

ښاروالي

ميوند ولسوالي د ښاروالۍ امريت لري چي وخت نا وخت د بازارد نظم او ترتيب په برخه  کي کار کوي ،دميوند بازار  بغير د ښاروالۍ د نقشې جوړ دي او د بيا رغاوني کوم څرک نه پکښي ليدل کيږي، دکانونه ئې اکثره خامه جوړ دي . بازار ئې د کندهار او هرات په لويه لار پر عمومي سړک دواړو خواوو ته پروت دئ . د چښاک د پاکو اوبوڅخه بی برخی دي.  دجمعی اود اخترد لمانځه ځای ئې  نه لاره ، خود یوشمیرمعززوعلماوو په زیار اوکوښښ الحمدالله اوس  دواړه لمونځونو ته ځاي پيداسو او کیږي. کوم خاص پارک نلري ،  خو ځوانان يي د مازديګر لخوا شنو سيمو ته د لوبو او تفريح لپاره ځي .

د ميوند تاريخي ارزښت

پخوا دا سيمه   کشک الرخج یادیدل  ویل کیږی چی رخج دهمدی ولسوالۍ اول تاداب ایښودونکی کس ؤ. چی پنځه زره کاله مخکی دلته میشت سو اوس یی د ډير استعمال په وجه نوم په کشک نخود مشهوردی . د ملالي د وياړ او قرباني او بريا زرين تاريخ له همدي ځايه سرچينه اخلي . آن دمیلاد د وخت قلعاګانی پکښی سته لکه شنه کلا ، دسنګبر سره کلا ، دمیوند کلا،  کلاتکه ،  خواجه احمدی میوندی مقبره .
خواجه احمد میوندی صاحب  چی دهمدغی ولسوالی ؤ اوهغه وخت میوند دمیمند په نوم یادیده،  دمحمود غزنوی يو هوښيار  وزیر ؤ، اودهند په نیولوکي ورسره ملګري ؤ مزاريي  اوس هم سته چي تر ۲۰۰۲ کال پوري پکښي هغه ډبرني در وازې چي ليک پر سوي ؤ هم په همدغه مقبره پرتي وي   څوکاله مخکی دغلا  په نيت د دوو تنو په واسطه د هيواد نه دباندي ایستل کيدي چه خوشبختانه بيرته ونيول سوې او اوس د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کي پرتې دي .  یوسل اوشپږدیرش کاله مخکی دنړی دظالم تیری کونکی انګریز سره دغازی محمد ایوب خان ترمشری لاندی سخته جګړه ونښته چی دهغه وخت غازیانو خپل توره وځلول اودملالی میوندی پیغلی په خاص غیرت هرځلمی خپل تروسه تراخرنۍ سلګۍ وجنګید،  دولس زره شهیدانوځانونه پردین،  وطن، خاوره ،ناموس، قربان کړه انګریز لښکري ماتي ټوټه ټوټه اود درختودپاڼو په څیر ورژیدې فتح خپلواکی او آزادي دهمدغه میوند ولسوالۍ څخه افغانانو ته په برخه سول له هم هغي ورځي وروسته ددې ولسوالۍ نوم په ميوند واوښت . چی اوس هم دهغوشهیدانو اوملالۍ میوندۍ مزارموجود دي اوموږ یی تل په نوم فخرکوؤ پرنوموړو شهیدانو زيارت ۸۰  کلونه پخوا کله چي ستر پښتون بابا وزير محمدګل خان مومند دکندهار د ريس تنظيمه یا والي په توګه مقرر سو، نو د ميوند د شهيدانو په نوم او د افغانانو د بري په وياړ يې هلته یو تاريخي او د برمه ډک څلی د شهيدانو سر ته په ١٣١٣ لمريز کال کي جوړ کړ او تر څنګ يې ټوله هديره په پاخه او اساسي ډول احاطه کړه او ښايسته باغچه هم پکي جوړه کړ. پر څلي يې د هغې جګړې ټوله کيسه په ډبرليک ډول وليکله . هیره دي نه وي چی ددغه ولسوالۍ سره په هرعصرکي  دمورمیري چلند سوي کومه داسي پروژه چي ددې ولسوالۍ د خلګوپه ژوند کی مثبت تغیرراولي او او بنسټيز اهميت ولري نه ده راغلې . لاری یی کچه دبريښنا بی برخی اوهیڅ  رازد کارزمينه ورته نده برابره سوي ،  دغه ولسوالی د يو متحد مشر د نه شتون او د خپل منځي اختلافاتو له سببه هر وخت له خپل حقوقو بي برخي پاته سوې ده  ..

ادب او د فرهنګي ځوانانو هڅي

دمیوند ځوانانو په وروستئ کي د نورو ولايتونو د ادبي بهيرونو او فرهنګي غونډو په الهام اخستلو سره دوي هم په  سختوشرایطوکي ادبی بهیر او د ځوانانو  لپاره د ميوند ملالۍ ادبي ټولني په نوم  یوادبی ټولنه جوړه کړې.   چی په خالی لاس یې ددې ولسوالۍ دخلګو دردونه ،د ټولني ماتي ګوډي ستونزي ،غوښتني او ارمانونه  دشعر اونثر په ژبه ترنورو رسوي . ځکه میوند د ادب او فرهنګ کې پوره نوم لري، د میوند ځوانان وتوانېدل چې  په ۱۳۹۰هـ ش کې د ځوان شاعر محمد نسیم میوندوال په زیار او هڅه ددې ټولنې بنسټ کښېږدي. او د نورو فعاليتونو ترڅنګ يي يو بل نوښت وکړ چي هغه د ميوند منار په نوم مهالنۍ جريده چاپول ؤ . چي اوس د مالي لګښت د نه شتون په سبب نه چاپيږي .

په تېرو څو کلونو کې دا ټولنه بې سارې لاسته راوړنې لري، د میوند ځونانو ته یې د ټوپک پر ځای په لاسونو کې قلم ورکول، پرمختیايي کارونه پلي کول  او د ميوند تاريخي ارزښت هيواد او خلګو ته ښودل يي اهم هدفونه دي ، دلته ټوکيدلي پښتو ادب ته وده ورکول یې له سترو کارونو شمېرل کیږي . فعالیت یی ژوندی اوګړندی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د