
افغانستان
کندهار : ترافيکي پيښو کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل):د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان دوراهي او د ښار د دوهمي ناحيې اړوند شکارپور دروازې په سيمو کې ترافيکي پيښو لږ تر لږ درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړي.
لومړۍ پېښه کې زرنج او ټېلر د ناګهان دوراهي په سيمه کې ټکر کړی ، په پايله کې يې يوه ۹ کلنه انجلۍ مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي.
د امنيې قومندانۍ وياند ضياء دراني د پيښي پخلی کړی او زياتوي چې ژوبل کسان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته د تداوۍ په موخه وړل شوي.
دوهمه پېښه د ټېلر او موټرسايکل د ټکر له امله رامنځته شوې ، په ياده پېښه کې دوه تنه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او يو بل ژوبل دی.
د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان وايي پوليسو د دواړو پېښو عاملين نيولي.