افغانستان

دفاع وزارت: په څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۵ منسوبین ووژل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت له لوري نن ټکی اسیا ته رسیدلي خبرپاڼه کې راغلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۵ تنه منسوبین ووژل شول.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د ملي اردو عسکرو د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې لکه ننګرهار، پروان، کاپيسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، فراه، جوزجان، کندز، بدخشان او هلمند کې عملیات وکړه چې په ترڅ کې ۱۹ تنه طالبان ووژل شوه، ۱۲ ټپيان او ۶ تنه ژوندي ونیول شول.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې ملي اردو په دغه عملیاتو کې د توپ چې قوې او هوايي بریدونو څخه ګټه پورته کړې. او زیاته کړې چې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان وژلي، ۸ تنه یې نور ټپیان کړي دي.

باید وویل شي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې طالبانو هم د ملي اردو د ډیرو عسکرو وژل کېدو خبر ورکړی چې دفاع وزارت یې ردوي او خپل لاسته راوړني ډیري ښيي.

طالبان او دفاع وزارت یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو تر څنګ د یو بل خبرپاڼي ردوي، خپل قربانیان کم ښيي خو بلمقابل د خپل مخالف لوري تلفاتو په ښودلو کې د مبالغې څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x