افغانستان

د تورخم دروازه په «باب پاکستان» ونومول شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل): پاکستان د تورخم پر پوله هغه دروازه چې تازه یې جوړه کړې، په «باب پاکستان» ونوموله.

د پاکستان رسنۍ وايي چې ددغه دروازې جوړېدو چاري پای ته ورسیدې او نن سهار وختي یې پر شپږ بجې د بیرغ په پورته کېدو پرانستنه وشوه.

د رسنیو د خبر سره سم اوس به هره ورځ سهار شپږ بجې بیرغ پورته کیږي او د شپې پر اوه بجې به کښته کیږي، چې همدا به د ګیټ د بندېدو او خلاصېدو وختونه وي.

پاکستان ورته چلند د هندوستان سره پر واګه باډر باندي هره ورځ کوي.

ددې تر مخه ویل شوي وه چې دغه دروازه به د پاکستان د وژل شوي عسکر «علي جواد چنګیزي» په نوم نومول کیږي، خو اوس جوته شوه چې د نوموړي په نوم یې ټرمینل نومولی او دروازه یې په «باب پاکستان» نومولې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړه نومونه د پوځ له خوا په یو لویه ناسته کې انتخاب شول.

تېره میاشت د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو د تورخم پر پوله د ګیټ پر جوړېدو جګړه سره وکړه چې ددواړو اړخونو څخه څلور تنه عسکر په کښي ووژل شول.

پاکستان له هغه وروسته د شپږو ورځو لپاره د تورخم لاره د مسافرو پر مخ وتړله خو اوس یې بیا خلاصه کړې او یوازي هغه چاته اجازه ورکوي پر دغه لاري پاکستان ته ولاړ سي، څوک چې پاسپورټ او ویزه ولري.

پاکستان د تورخم په شمول شپږ غټي لاري د افغانستان سره لري، چې ددوی په وینا په کراره کراره به پر ټولو لارو دغه شرایط وضعه کوي، تر اوسه یوازي پر تورخم لاره باندي پاسپورټ او ویزه حتمي ده، د سپین بولدک او چمن تر منځ د بیش په سیمه کې د پاسپورټ او ویزې غوښتني نه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

پښتونخوا سیمه چه د امیر یعقوب خان عیاش او بی کفایته پاچا وخت کی انګریزانو ته په اته لکه کالدارو اجاروه ورکړی شوه ، د امیر عبدالرحمان وخت کی دغه اجاره شپاړس لکو ته په دی شرط زیاته شوه چه د ډیورنډ په نامه کرښه وټاکل شوه یعنی ددغه کرښی دی خوا زمکی د انګریزانو سره د ۱۶ لکو د پاره د سلو کلو د پاره اجاره دی . او ناپوهه امان الله خان د خیالی خپلواکی د تر لاسه کولو ( په کابل کی د انګریزانو سفارت لیری کول او د روسانو سفارت دوباره تاسیسول) په بیه کی هغه… نور لوستل »

اسير زاخيل

چى هيواد دغلامۍ نه نه وى ازاد شوى تبصره په درد نه خورى دعامو وګړو پښتنو وينى سړى دى او چارواکى غلامان دى لمړى بايد دغه داخلى غلامان راوپرزيږى ورسته يو اسلامى دولت جوړ او بيا ګاونډيو ته خپل زورښودل دخپلى خاورى تر څنګ دهغوى خاوره هم مستعمره کول او سلګونه کلونه يي په استعمار کى بايد وساتى نور نو بايد دافغانستان ويده ملت پدى پوه شى چى مرسته يوازى له الله ج نه پکار ده نه دامريکا او نورو کفارو څخه بايد په هر سه کى له خپل مټ نه کار واخلى که نه دغلام دولت وسعه خو همداوه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x