نظــر

استفراق شوې څیرې او امریکايي رکود !!

امریکایانو نن سبا په کابل  کې  دولسمشری  دجعلي ټاکنو لپاره  دنوماندوبازار سخت تود او ګرم  ساتلی  ، له هیچا هم  مخ  نه  اړوي ، هرهغه څوک  چې  دوطن  فروشی او له اسلام  اوملي ارزښتونو سره  ددښمنی  ډیرتمثیل ته  غاړي  تازه  کوي  اوامریکایانو ته  وايي چې  که  ز ه  منځته  راغلم ، نو داسلام  اوافغاني  غیرت  لدې زیات نوغی  به  وباسم هغه  زیات  ټپول  کیږي

تردې دمه  پورې   دولسمشری  دټاکنیزي لوبي میدان ته  دپخوانی  ټلوالې  معلوم الحاله جګړماران، پهلوانان او میخ ټک  وهونکي په زیات تعداد راوتلی  ؛ ولسمشری ته صرف له  ټلوالې نه دری تنه نومول شوي اود ړومبیو اودوهمو  مرستیالانولپاره یې هم  صرف هغه څوک  په نښه کړي چې ټول سره  په  جنایتونو او داړه  ماریو کې  سهیم او جرمی شریکان بلل کیږي .

دافغانستان  دلوړو ګټو او اسلامي شعایرو دغه دښمنان په داسې حال کې یوځل بیا دافغانستان برخلیک ته  دراتلو سو چ اوفکروهي چې ددغه هریو ه لاسونه  دلکونو بې ګناه اوعامو افغانانو په  وینو سره دي ، ددوی  هریوه دمظلومو افغانانو دسوونو میلونو ډالرو په  ارزښت شتمنی او دارای غصب او په چوراوچپاول وړي ، دوی دجهاد ارمانونه  اوداسلامي نظام هیلی دړي وړې کړي ، دوی دخپل منځي جګړو اوداخلي اړو دوړ ناورینونه  افغانستان ته  راوړي وو ، دوی دملي وحدت دنړولو او دنړی له نقشي څخه دتاریخي افغانستان دمحوې اونابودی دسیسي جوړې کړي وي ، دپاټک ، شراوفساد تور کلچريي خورکړی وو اودوی دژوندیو انسانانو په سرونو کې دمیخونو دټکوهلو جنګیزی استبداد راژوندی کړی وو .

امریکایانو دغه کثیفی څیرې اوبدنام بانډونه  ځکه  میدان ته بیا راوستل غواړي چې په  هغوی کې امریکايي غلامي له نوروڅرګنده ویني ، دجګړو او مرګونو  هوس پکې ورته بارز بریښي اودامنیتي تړون دلاسلیکولو معاملې ته  له تیرو وفادار معلومیږي !!

که  په  دغو کرغیړنو ډلو،  ټپلواوڅیروکې  دغه امریکايي ګټي  مضمري نه وي ، نو ایا امریکایان  ، غربیان  اودنړی  بشري سازمانونه  سیاف  ، محقق ، جنرال دوستم  اوعبدالله  نه  پیژني  چې  دافغانستان  ددوه نیمو لسیزوپه بدبختیوکې  هغوی  څومره کلیدي  رول درلود ؛ ایادوی او ډلويي دداخلي جګړو دتودو لولپاره زرګونه  لوچکان نه  وو تربیه کړي اوزرګونه عام  افغانان  دهغو له لاسه  تنهاپه کابل کې  په وینو ونه لغړیدل  دغه ورستی  غلامي اوتل پاتی جنایت خوپرځای  پریږده  چې  افغانستان یې د۴۹ هیوادونو دهوسونو ښکاروګرځاوه  او دیرغل بلنه یې ورکړه اواوس هم په دې خبره کلک اصرار کوي  چې خارجي قواوي دې له افغانستان څخه  نه وځي!!؟

له بل لوري  عام  افغانان  هم  هیڅ  ډول  ډاډ اواطمنان په  دغوتالیڅټو نلري  ، شاید دیوه افغان له خولي  څخه  به  هم  څوک  وانه  وري چې  فلانی  اوفلانی ځکه  په  ټاکنو کې کیدای شي کامیاب  شي چې  هغه په ملت  کې  جرړي او ریښي لري ، دیني  اوملي  محبوبیت لري  او یا اسلام  اوملي ګټو ته  وفاداردی ، بلکې  دټولو خلکو نظرونه  په  دې لوري څرخي چې  ډاکترعبدالله  ښايي رايی ځکه  ډیرې ویسي چې یوه خاص قوم  ته  کارکوي اوپه  عین  حال دامریکایانو ، روسانو او هندوانو غلام  اوګډه پروژه ده ، سیاف  کیدای شي لدې امله  رايي یوڅه ترلاسه  کړي  چې  دامریکایانواوایساف  لوی مفتی دی  اوامریکایان دغسي یو درباری پروفیسور! ته  چې دهغوی هر یرغل او جنایت   ته  دجواز دلایل ولټوي سخته  اړتیا لري ، یعني  په  دغوټولو نوماندانو کې یو هم داسې کس  اوڅیره نشته  چې  افغانان یې  له امریکايي غلامی  اوله اسلام سره  له  دښمنی  پرته  بل کوم عمل  او تګلاره وارزوي  او هغه یې  دکامیابي راز وبولي .

نوچې  ملت  ددوی  په  باب  دغسي  یو دریځ  او موقف ولري  او هرڅوک  په  دې پوهیږي  چې  سیاف  ، عبدالله  ، محقق چې دولس له لوري استفراق شوي څیري دي ،  ولې  او دڅه  لپاره  ځان  کاندیدوي  او امریکایان  په  کوم  دلیل  ترې  ملاتړ  کوي  ،  ځواب  یې دادی چې   دغه ټوله  لوبه  دامریکایانو ده او داامریکایان دی چې دخپلو خاصو منافعو لپاره له موجودو غلامانو څخه دیوې مودې لپاره استفاده کوي  اونور شاته غورځوي!!

اوس اساسي  پوښتنه  داده  چې   په تیرو ۱۳ کلونو کې  امریکایانو دافغانانو لپاره وکړل څه ؟ چې لدې ورسته به ې  ترسره کړي ؟ له بل لوري   امریکایان  عملا دتیښتې په حال کې دي او د۸۰۰ اډو له  جملې څخه یې ۶۰۰ تخلیه کړي  او هم دجګړې له حالت څخه دومره مایوسه  شوي چې لګیادي  خپل  هغه شکست خورده نامتو جنرالان محاکمه کوي   !!

څوورځي وړاندې پنتاګون په خپله اعلان وکړچې  خپل هغه  ۲ نامتو امریکايي جنرالانو(چارلز گورگانوس او گرِگ استاردوانت)  چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړي جبري تقاعد ته رابللي او کیدای شي محاکمه یې کړي  چې د۲۰۱۲ کال دسپتمبر په ۱۴ نیټه  ولې یودرځن طالبان په دې وتوانیدل  چې دهلمندولایت  دشوراب  په سیمه کې  د۲۸ زره امریکايي عسکروپه اډي ورننوځي  اوله نورو تلفاتو اوزیانونو علاوه لسګونه چورلکې او الوتکي هم له منځه  یوسي؟.

همدارنګه  په امریکاکې مالي بحران یې هغه  حد ته  ورسید چې  دفدرالي  نظام  زیاتره  ادارې  یې فلج  ،  لکونه  مامورین  اوپه سلهاوو  بینکونه ، هوايي ډګرونه ،بې شمیره  خدماتي مراکز او حتی فوځي ادارې یې معطله  اوبې کاره  وګرځول شوي ،

نو امریکایان به  په  دغسې یوه رکودي او له مایوسیوډک حالت کې  چې خپل درد نشي دواکولای افغانان په کوم ډاډ او اطمنان له روان بحران او کړاو څخه  وباسي اوبیا د داسې ذلیلو او بې ضمیره  واکمنو په  شتون  او حضورکې  چې هغوی پرته له شوکماری ، فساد او قتل  غارت  څخه بل څه نه پیژني ؟

لیکوال: لطیف عزم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x