نظــر

ملکیان څوک وژني؟

عاکف مهاجر

له کله نه چې دطالبانو حکومت له افغانستان ټول او دامریکا په توسط دبن په کانفرانس کې تیار حکومت افغانستان ته رانقل شو او بیا تر اوسه دامریکا تر تسلط لاندې دانظام روان ده له هغه تراوسه عام ولس څوک وژني او چا ولسي وګړي وژلي دي دجنګ دواړه اړخه چې طالبان او امریکا دي یو په بل تور پورې کوي او دولسي وګړو دمرګ ژوبلې پړه پرې اچوي، او غواړي چې خپل حریف د ولسي وګړو په وژلو تورن کړي.

څو ورځې مخکې یوناماهم دولسې وګړو دمرګ ژوبلې احصائیه اعلان کړه خو هغوی طالبان دولسي وګړو په وژلو تورن معرفي کړي وو او تر دې مخکې په نورو کلونو کې یې هم ورته چلن کړی وو.

خو مونږ باید فکر وکړو عامو مطبوعاتو کې دولس مش له لومړي مرستیال نه دجوزجان تخار سرپل ولس تر ارګه په شکایاتو ورسیدل دانسانانو څه چې آن دڅارویو دوژلو دعوه یې هم پرې وکړله.

دغزني داندړو او نورو ولسوالیو اربکیان خو بیا په خلکو خپل باج لري او دملا امام معلم او شاګرد حتی دهقان پورې یې دوژلو کیسې خو یې په ټوله میډیا کې نشر شولې.

دبغلان دولس دقتل عام امر د جنرال مرادعلي مراد لخوا ورکول کیدلو او دتوپونو دویشتلو لړی خو یې تر میاشتې واوښتله مساجد مکترونه او کورونه یې په هدزرو بدل کړل.

په میدان وردګو کې سیپاره په لاس ماشومان چا شهیدان کړل هغوی لا خوله نه وه ښورولې چې خوله یې له وینو ورډکه کړه او دړوی په ویر یې په شنه سهار ګڼ کورونه دغم په ټغر کینول.

همدا تیر مارچ دعطانور هغه ظلم مو هم له یاده نده وتلی چې دمظلوم ولس جونګړې یې په اور وسوځولې او دولسي خلکو دکورونو سوځول یې خپله قهرماني وبلله.

عام ولس خو طالب نشي وژلی طالب توپ نلري طالب طیاره نلري طالب ټانګ نلري طالب په خپل لاس جوړ شوی ماین دریموټ کنټرول په واسطه کنټرولوي او دخپلې خوښې په وخت یې الوزوي.

جنازې او ودونه مو طالبانو بمبار کړل که امریکایانو
یوڅو پیښې یې راخلم

د2015- 6–5باندې دخوست دعلیشیرو ولسوالی دبټی تاڼه سیمه کې دامریکایي طیارو دبمبار په توسط پنځه دیرش ولسي وګړي چا شهیدان کړل.

سرپل مرکزته څیرمه اربکیانو دښځو اوماشومانوپه ګډون تر۲۰زیات ولسي وګړي شهیدان کړل ایا داهم طالبانو وکړل.
27-02-2016 لوګر کي خارجي او داخلي عسکرو ۱۰ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دا به هم طالبانو نه وي کړي.

ځکه د سیمي اوسیدونکو ویل اشغالګرو پوځیانو ددغې کورنۍ غړي په انګړ کي کتار درولي اوبیا يې ضربه کړي دي. دا او دیته ورته ډیرې پیښې دامریکایانو او حکومت لخوا ترسره شوي خو دولسي وګړو په وژلو تورن طالب ده.

دوی اوس د عام ولس په وژلو معتاد سوي دي، هغوی د خپلو ګټو له پاره د هر انسان ژوند اخلي، څوک دپښتون په نوم څوک دطالب په نوم څوک دحزبي په نوم هغوی ته دا هیڅ ارزښت نه لري، چي ددوی په وحشي بریدونو کي به څومره میندي بوري او څومره خویندي سر توري کیږي، هغوی دوینو تږي دي او له وینو تویولو خوند اخلي، هغوی ته دانسان ژوند اهمیت نلري.

طالب دولس دسر او مال عزت او ناموس ساتونکئ ځان بولي نه وژونکئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x