ټولنیزه برخه

د بریا دېرش رازونه_ دویمه برخه

ژباړه: مصطفی نور

شپاړسم راز
هیلو او فکرونو ته د وده ورکړه. کله چې بهر دومره دومره پراخه چمن وي، چې له هر لوري تر آسمانه اوږد وي؛ نو ولې باید ځان په زندان کې بند کړو؟

اوولسم راز
مه پرېږده چې فکرونه او لیدتوګه د په عادت بدل شي. ډېره هڅه وکړه هېڅکله په یوه ځای کې ونه درېږي، هره ورځ هر کار ته له نوې زاویې وګوره. ژوند د کیسو ډکه صحنه ده، شاوخوا ته د نظر واچوه، د ښکلا ډېرې نښې به ووینې، چې نویو کشفیاتو ته اشاره کوي.

اتلسم راز
تر ټولو مهم شی هغه احساس دی، چې نسبت کار ته یې د لرې. په یوه تختهکې د تتو رنګونو شتون د هغې تختيد نقاش د خپګان نښه ده. روښانه رنګونه د نقاش په ژوند کې د انرژۍ او روښنایۍ ښکارندوي کوي. هر کار په خوښۍ ترسره کړه، چې نور هم خوشاله کړې.

نولسم راز
ژوند د زانګو په شان دی، چې کېدای په زړه پورې وي او یا مو حال خراب کړي. که هر ځل زنګېدل تاته د حیرانتیا احساس درکړي، د زنګېدو خوند به احساس کړې. په ژوند کې هم کله چې کوم کار ترسره کوې، د هغې د کړلو څخه د خوند احساس وکړه.

شلم راز
د حق خبره ومنه، په دې فکر مه کوه چا ویلې. مثلاً د دود بوی احساسوې او طوطي د چیغې کړي: کور اور واخیست! آیا میلمنو ته د وایې: دا طوطي نه پوهېږي، چې څه وايي.

یوویشتم راز
د باورونو او حقیقتونو توپیر وپېژنه. حقیقت د بادام دانه ده او باور د هغې دانې پوستکی. که د هر کوم شي د حقیقت په لټه کې یې، باید پوستک یې لرې کړې، چې خپله دانه ووینې.

دوه ویشتم راز
د هر مهم کار له کړو مخکې، لومړی وګوره د هغه کار کړو ته څه احساس لرې. آیا هغه کار مهم ګڼې؟ آيا ریښتينی درته ښکاري؟ آیا له نورو سره مرسته کولی شي؟

درویشتم راز
کله چې احساساتي کېږی، هېڅ مهمه پرېکړه مه کوئ، که نه نو تېروتنه به وکړی؛ لومړی د ځان آرام کړه. ذهن د سمندر په څېر دی، سمندر چې احساساتي شي، څپې وهي. سمندر هغه وخت د سپوږمي نور ته انعکاس ورکوي، کله چې آرامه وي.

څلور ویشتم راز
په یاد ولره، کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، حتماً د حل لاره لري؛ ځکه هر څه یې له خپلې جوړې سره پیدا کېږي. له هر ځل غورځېدو وروسته درېدل او له هرې شپې وروسته ورځ شته.

پنځه ویشتم راز
تل له هغه نعمتونه څخه خوښ اوسه چې ژوند تاته درکړي او د هغه څه په خاطر ګیله مه کوه، کوم چې نه لرې. ودانۍ له هغو تیږو جوړېږي، چې لاس رسۍ ورته لرو، نه د نورو خلکو د چم په تيږو.

شپږویشتم راز
هڅه وکړه، د هغه خراب ماشین په څېر چې نه ګلیږي، تل د بښنې غوښتنې په حال کې نه وې؛ له دې کار سره به د نورو پام د خپلو
تېروتنو خواته واړوې. هڅه وکړه، چې تر ټولو ښه وکړې، هغه وخت موسک شه او حرکت وکړه. یوازې خدای(ج) له هر څه پوره دی.

اوه ویشتم راز
په دې نړۍ کې هر ښه کار چې وکړې، له ټولو ډېر خپله تاسره ډېره مرسته کوي، تاته قدرت، انرژي او لوړ درک دربښي. که خپله نقاشي وکړې، نور به یې له لیدو خوند واخي، سره له دې به ستا د نقاشۍ تجربه ډېره شوي وي.

اته ویشتم راز
د عمل کولو لپاره د خپل ځان دننه څخه امر واخله، د تفکر لپاره دننه څخه مرسته وغواړه؛ ځکه درک او پوهه لټول کېږي، خلق کېږي نه. ځمکه هغه وخت ګرمېږي، چې د لمر خواته مایله شي.

نهه ویشتم راز
هر شی چې سم او ریښتیني وي، ستا او د بل په ګټه دي. خدای(ج) له هر چا ښه پوهېږي، چې څه شی تاته ریښتینې خوښي دربښي. آيا بوټی پوهېږي چې باد یې تقویه کوي یا ستړی کوونکی باران د ښکلو ګلانو د ودې سبب کېږي.

دېرشم راز
هېڅکله مه مغرورېږه، ځکه غرور وژونکی میکروب دی. غرور په تدریجي توګه عقل کوچنی کوي او د دې سبب کېږي، چې هېڅ کار په سمه توګه ترسره نه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x