شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

غواړم چې بیان کړم نن داستان د زړه
ډیر مې تم ساتلی ده بیان د زړه

یو به شې جانانه په څپو کې تا
مست ده زورور مې دی طوفان د زړه

ډیرو ده داغلی داد زړه کور مې
ډیرو نړولی مې مکان د زړه

څه سپېره خزان ورباندې نن ګرزي
وه یې رژاو ټول ګلستان د زړه

شته څوک چې یې بیابیا رغونه کړي
سر ته رسوي به ستر ارمان د زړه

بیا به مې زړه ګل کړي د ګلزار په څېر
داسې شاه زلمې شته دي درمان د زړه

بېرته به بهار شي هم سپرلی به شي
نن که دی فتحانه تور خزان په زړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x