آيا شعر او پوهنه اړېکې لري؟

هو! خو يوشمېر ليکوال شعر تورتم او پوهنه رنا بولي، چې ورسره هرڅه د ليدو وړ شي.

د دوى مطلب دا دى، چې:

رڼا ته هغه وخت ضرورت وي، چې څه نه ليدل کيږي. يعنې څومره، چې جهل او ناپوهي ډېره وي، هومره د شعر ارزښت او اړتيا احساسيږي، درناوى يې کيږي او اغېز يې ډېروي.

دوى پوهنه د شعر وژونکې نوموي او وايي، چې:

د پوهنې له ودې سره د شعر ارزښت له منځه ځي او ورو ورو له ټولنې مخ په ورکيدو شي.

د دې نظر پلويان په ټولنه کې لږ دي او سم نظر هم نه دى؛ ځکه د پوهنې له ودې سره انساني تخيل او ولولې غبرگه وده او پراختيا مومي. يعنې هر پېر او هره زماني دوره خپل ځانگړى تخيل او چاپېريال لري، چې د مطابقت له مخې د منلو وړ نوښتونه ورسره رامنځه کيږي او پراخيږي.

همدا لامل دى، چې تخيل د شعر روح گڼل شوى او هر بدلون ورسره منلى شوى تړاو لري.

د چاپېريال په زماني پېر کې د اړيکو پېژندنه، وده او پراختيا د ژبې پر الفاظو او معناو هم اغېز کوي. څه الفاظ ورسره کمزوري شي، خو معنا دومره پراخه شي، چې د شاعر د ژبي کمزوري الفاظ ترې نوې ساه واخلي او په نوي تخيل کې يې شاعرانه روح د اهدافو د څرگندولو لپاره په بېلابېلوالفاظو کې نه يوازې خپل موافقت او مطابقت څرگندوي، بلکې کمزوري تشبيهات مات کړي او د نويو اهدافو د څرگندولو لپاره نوې ژبه، نوي تشبيهات او استعارات جوړ او وړاندې کړي. کله، چې د ډيوې، شمعې او پتنگ په داستان کې پوهنې بدلون پېښ کړ؛ نو ورسره سم په تخيل کې نوى والى رامنځته شو. په داسې يو پېر کې، چې ډيوې او شمعې به پتنگ له واک او ځواک وغورځاوه؛ شاعر به د هماغه پېر له چارپېريال سره په مطابقت کې خپل ځانگړي تشبيهات او استعارات کارول. اوس، چې ډيوه او شمعه په ښيښه کې پټه شوې؛ شاعر ورته بېل بېل تشبيهات او استعارات وړاندې کوي او د پتنگ نوى داستان له نوې ډيوې او شمعې سره داسې انځوروي:

پتنگه! خاورې دې په سر شوې

شمعې ته جوړ شول په ښيښو کې محلونه

دغه نوې تشبيه او استعاره د پوهانو بې ساه نوښت ته ساه وربخښي، چې پوهنه ورسره نه يوازې متحرکه شوه، بلکې انساني ولولې ورسره هم راوپاريدې؛ پوهان او سرښندونکي ورسره بدلون او نوښت راوستولو ته اړ شول.

په هره توگه نه پوهنه شعر کمزورى کوي او نه شعر پوهنه له نوښته غورځوي، بلکې يو د بل ملاتړي او په گډه د ناخوالو مخه نيسي.

هغه ليکوال، چې له پوهنې سره د شعر او شاعرۍ وده او پراختيا مني؛ وايي، چې:

انسان د هيلې او اميد د ډگر اتل گڼلى شو، چې نه يوازې له هر اړخيزې اړيکې تخيلي رازونه راباسي، بلکې د چاپېريال ساتنې او هڅونې خنډونو ته تل په پوره پاملرنه ژوند کولو ته اړ پاتې شوى دى.

شاعران او پوهان د بشريت د هر فرد  او غړي د ژوندانه لپاره داستان جوړوونکي دي.  تر هغې، چې دا جوړوونکې ولوله له تخيله ډکه وي، د دوى ترمنځ اړيکه به له چاپېريال سره متفقه او د مطابقت له مخې ټينگه وي.

يعنې تر هغې، چې په ژوندانه کې پېښې او تحرک وي؛ تر هغې، چې د خوښۍ، غم او زغم لړۍ روانه وي، تر هغې ممکنه نه ده، چې شعر ورک شي او له پوهنې سره يې اړيکه پرې شي؛ ځکه، چې د انسان تخيل د دغې اړيکې ژغورنه او هڅونه غواړي.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.