شعـــــرونه

غزل: ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

چې توی سوي لور په لور دي خدایه ویني
دغه ستا د عشق په زور دي خدایه ویني

خاص د ستا رضا لپاره مو توی کړي
ازادۍ سره مو پور دي خدایه ویني

سپین هډونه په باروتو کې لوغړیږي
وچې سوې په سره اور دي خدایه ویني

د وطن لیلا چې خال ترینه کېنږدي
هغو خلکو ته پیغور دي خدایه ویني

دین وطن ته مو چې څوک په سپکه ګوري
ترې زبیښلي مو په زور دي خدایه ویني

د صیاد د اولس مستو شا زلمیوو
په رګونو کې په شور دي خدایه ویني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x