ټولنیزه برخه

ځیني ځوانان څنګه د بېلاري او الحاد لاره نیسي؟

حامد افغان

مسشرقینو د اسلامي تاریخ په سترو شخصیتونو کې خامخا خپل منافقت ښکاره کړی او د هغوی د بدنامه کولو په اړه یې له دجل او منافقته کار اخیستی. لکه د عباسي خلیفه هارون الرشید د اسراف او بد خرڅي په اړه یې یو ځای لیکلي: د هغه په دسترخان به د یوه کوچني لوښي خوړو قیمت دوه سوه درهمه و! اوس دا کیسه دوی همدومره راخیستې ده او اصلاً دا کیسه مشهور مسلمان مؤرخ المسعودي داسې راخیستې ده:

هارون الرشید د خپل ماما کره میلمه شو، هغه مختلف خوراکونه ورته تیار کړل، په دسترخوان یوه کوچني لوښې کې وړه وړه غوښه ایښې وه ده پوښتنه وکړه دا د څه شي غوښه ده؟ اشپز ورته وویل: دا غوښه نه ده، دا د ماهي ژبې دي! چې د قیمت پوښتنه یې وکړه، اشپز وویل: دوه سوه درهمه! هارون الرشید ورته وویل: دا لوښی واخله، بهر چې اول محتاج کس مخته درغی هغه ته یې ورکړه، او له خپله جیبه یې دوه سوه درهمه هم ورکړل، چې دا هم ورسره ورکړه ځکه دا تاوان زما له پاره شوی و.اوس دې کیسه کې حقیقت او د مستشرق منافقت ته وګورئ!

اوس راځو د ختیځ ځیني هغو ځوانانو ته چې غرب کې یې زده کړې کړې دي او اسلام کې شکونه لري یا د الحاد په رنځ اخته دي، د اسلام په اړه د دوی معلومات د مستشرقینو په لیکنو ولاړ دي، او مستشرقین د اسلام او د اسلامي تاریخ معلوماتو کې داسې منافقت کوي. نو مستشرقینو نه به د اسلام په اړه له شکونو پرته بل هیڅ شی زده نه کړي. که دوی د مطلق علمي حقایقو معلومولو په اړه رښتیني وی د اسلام په اړه به یې له خپلو اصلي مأخذونو معلومات ترلاسه کول.

فرضاً که یو پرنګي محصل کابل پوهنتون کې درس وایي، او استاد یې ورته ووایي چې په برتانوي استعمار یا د برتانیې په کوم اتل څو مخه لیکنه وکړه، څه فکر کوئ هغه به زموږ کتابخانو کې مأخذونه لټوي او که به له خپلو مأخذونو ګټه اخلي؟ طبعاً هغه به خپل مأخذونه لټوي، هغه لیونی نه دی چې د دښمن په معلوماتو باور وکړي. و د ختیځ غرب ځپلي ځوانان چې د هغوی په ماخذونو باور کوي؛ خامخا به بېلاري او الحاد ته مخه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x