ولي د افغانستان په جګړه ییز کولو ټینګار؟

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د ملي یووالي حکومت د امنیت سلاکار ښاغلي حنیف اتمرمسکو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له روسي چارواکو څخه د جنګي ایم آی ۳۵ ډوله څرخکو غوښتنه کړې.

نوموړی چې له څو ورځو راهیسې په مسکو کې دی له روسي خبري اژانس تاس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې « د افغانستان په خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره دا هیواد جنګي هیلي کوپترونو او نورو وسلو ته اړتیا لري.»

سره له چې په افغانستان کې د امریکایانو په شمول د ناټو تړون مجهز ځواکونه شتون لري او د هغوی ترڅنګ خواو شا ۳ سوه زره د ملي اردو ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه لګیادي له مسکو څخه د جنګي تجهیزاتو غوښتنه په افغانستان کې د یوه فوق العاده جګړه ییز حالت ښکارندوینه کوي.

ځکه له یوې خوا امریکايي ځواکونه چې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې یې خپل جګړه ییزماموریت په افغانستان کې پایته رسیدلی اعلان کړی بیرته د هغه د بیا پیلولو، او افغانستان ته د نویو بلک هاواک، چینوک او اپاچي هیلي کوپترونو او ۸۰۰ تازه دمه پوځیانو د لیږلو خبرې کوي.

او له بلې خوا د ملي یووالي حکومت چارواکي له بهرنیو ځواکونو څخه غواړي چې د هغوي په حمایت کې د وسله والو طالبانو په خلاف هوايي بریدونه زیات کړي چې له امله یې په هیواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر بل هروخت وروستۍ کچې ته لوړه شوې.

په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوی تر حمایت لاندې جوړ شوي حکومت دغه جګړه ییز تعامل دا ثابتوي چې هغوی دواړه په دې هیواد کې د سولې او ثبات راوستلو اراده نه لري.

هغوی غواړي چې دلته د مزیدو بهرنیو پوځیانو په پاتي کیدو او له هرلوري افغانستان ته د جنګي تجهیزاتو راوړلو له لارې د جګړې اور همداسې بل وساتي.

دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د بهرنیانو موجودیت او مداخله د افغانستان د غمیزې تر ټولو اساسي عامل دی.

که هرلوری تر هر نامه لاندې په افغانستان کې د بهرنیانو په موجودیت، د افغانانو په خلاف د هغوي د هوايي بمبارونو په زیاتوالي او د هغوی له لوري افغانستان ته د جنګي وسائلو په راوړلو ټینګار کوي له شکه پرته چې هغوی په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي او په افغانستان کې د جګړې دوام یواځې د اجنبي مصالحو د تحقق لپاره دی.

افغانان چې له تیرو ۳۸ کلونو راهیسې د بهرنیانو د تحمیلي جګړو په اور کې سوځې نور په خپل هیواد کې د جګړې له هرډول دوام سره مخالفت ښیې او څوک چې د افغانستان په جګړه ییز کولو ټینګار کوي له هغوي څخه کرکه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د