fbpx
dr abdullah-co

د جنګسالارانو تر اغیز لاندې انتخاباتي غورځې پرځې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: دسنبلې دمیاشتې له ۲۵ نیټې راهیسې په پلازمینې کابل کې  دراتلونکو ټولټاکنو لپاره دکاندیدانو نوم لیکنه پیل شوې.

دنوم لیکنې له پیل سره سم  دکرزي د ادارې له دولتي منصبونو څخه  دلوړ پوړو دولتي چارواکو استعفاګانو هم زور اخیستی

دامریکایانو تر حمایت ، مراقبت  او نظارت  لاندې راتلونکو ټول ټاکنو لپاره  محوري کاندیدان  ټول  هغه  پخوانی جګړه ماران ، دعامه شتمنیو لوټماران،

په بشري حقونو تیري کوونکي جنایت کاران  دي  چې له  قانوني اړخه یوهم  دکاندیداتوري  صلاحیت نه لري ، خو داچې  راتلونکي انتخابات   د اشغال تر سیوري لاندې د اشغالګرو د دپروسې دیوې برخې په توګه  دهغوئ په دستور ترسره کیږي؛ځکه نو بیا هالته  نه قانوني اجرأت  په پام کې نیول کیږي اونه هغوئ  ته  ارزښت  ورکول کیږي

د دغو دستوري انتخاباتو لپاره دکاندیتوران  په نوم لړ کې ځلیدونکي  نومونه  دښاغلی  استاد سیاف ، جنرال دوستم، ډاکټر عبد الله ، او حاجي محمد محقق دی .

په  یادو ټولټاکنو کې  بل  دپاموړ  ټکی دادی  چې  په هغه کې  دامریکایانو په  فرمایش  د اسي مختلف الأضلاع او نامتجانس  اشخاص له یوبل سره په ایتلاف کولو اړیستل شوی  چې  دهغوئ ټول سیاسي تبارز  د یوبل په خلاف  د وسله والو نښتو او خونړیو جګړو محصول دي ،استاد سیاف له جنرال دوستم  سره ، ډاکټر عبدالله   (جمعیت  اسلامي ) له ارغندیوال (حزب اسلامي )  او همداسي محقق او دهغه نور ایتلافي انډیوالان …

په یادو انتخاباتوکې د ډاکټر زلمي خلیلزاد په څير یوشمیر افغاني الأصله  امریکایان هم شتون لري چې دهغوئ  کاندیداتوري  ترډیره بریده  دجنګسالارانو  دانتخاباتي  غورځوپرڅو  ترسیوري  لاندې  او ترمنځ  یې ټاکنیز  ایتلافونه هم  ډیر نه لیدل کیږي .

دجګړه مارو کاندیتوارانو ترمنځ  انتخاباتي  ایتلافونه ټول دهغو مصالحو په اساس بناء دي  دکومو هغو چې  یو مهال   د دوئ ترمنځ  د جګړې ، وژنې  او خپل منځې  دښمنۍ   سنګرونه باندې ګرم ول .

هغه مهال دهمدغو اوسنیو  کاندیتوارانو شخصي ګټې  دیو اوبل په وژنې  او له  سیاسي  ډګر نه دیوبل  په حذفولو کې  متحققې وې او  اوس بیا هماغه  مصالح   د دوئ  ترمنځ   له یوبل سره  دټاکنیزو ایتلافونو  په جوړولوکې   متحقق دي  چې په دواړو صورتونکې  دعطف نقطه  دهمدغو  جګړه مارانو شخصي منافع  دي  نه ملي   او وطني علیا مصالح .

امریکایانو چې داشغال په ۱۲ کلن  تاریخ کې دمسلمانو افغانانولخوا دهغوئ دبرحق مقاومت په ترڅ کې کوم  پوځي اواقتصادي ګذار خوړلی  دهغه دتلافي لپاره  اوس  دا کوښښ کوي چې    په راتلونکې کې دانتخاباتو دپروسې  تر نامه لاندې داسې  بیواکه  ،بیوسه او بي ارادي  نظام  په افغانانو وتپي چې دهغه  په سیوري کې ترډیره وخته  نوره هم په افغانستان کې دګډ وډیو ، ناامنیو او ملي شتمنو دچور اوتلان  لړي ګرمه وساتل شي   او دهغې په وسیله  دافغان مسلمان  ولس  غمیزه نور هم  د ډیر وخت  لپاره  اوږده وساتل شي .

خو هغوئ باید داخبره درک کړي  چې  په افغانانوباندې  له بهره تحمیل شوي  وا رداتي پرو ژې  کله  هم   دبریالیتوب چانس نه دی لرلی  او نه به یې  په راتلونکي کې ولري ، ان شاء الله   .

چراغ ظلم ظالم تادم  محشر نمی سوزد                   اګر سوزد  شبي  سوزد ، شبي دیګر نمي سوزد

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د