fbpx
bambari da222

ملکیان څوک وژني؟/ سیف الرحمن رحماني

سیف الرحمن رحماني

طالبان د ولس له منځه راپیداشوي دي، د ولس یوه برخه ده چي په ګډه یې د اشغال پر ضد دا (۱۵) کاله مبارزه ګړندۍ ساتلې ده، د طالب شازلمو د ملاتړ چیغي د هر ولایت، هرې ولسوالۍ، هر کور او کلي څخه را وځي، طالب شازلمو خپل اشغال ضد فیام د هیواد، خاوري، ناموس او مظلومانو د ساتني به مقصد کړی دی نو ځکه نن طالب شازلمي د ولسونو په زړو کي قرار لري.

لکه څنګه چي هوښیار او ځیرک ولس په دې پوهیږي چي په هیواد کي په ازاده توګه د ملکي تلفاتو د څېړلو کومه خپلواکه اداره شتون نه لري، نو ځکه تر ډیره حده هغه وژني چي د اشغالګرو او ګوډاګیانو له لوري تر سره کیږي تل پټي پاته کیږي،یایې له سره راپور نه ورکول کیږي او یاهم په طالب تعبریږي، دلته که رسنۍ دي   هم د ازاذۍ تر نوم لاندي غلامي کوي،که کمیسونونه او ادارې دي هم د ازادۍ تر عنوان لاندي غلامي کوي.

که لګ هم دې ته ځیر شو چي غربي او اجیري رسنۍ لخوا ولي د غربي اشغالګرو او د هغوي د ګوډاګیانو له لوري د ملکیانو د وژلو د جنایت څخه د ډکو پیښو راپورونه نه ورکول کیږي، نو معلومه به شي چي غربي تړاکګر د رسنیو پوره کنټرول او واک په لاس کي لري، نو ځکه هغوي غواړي د دې شیطاني رسنیو په مټ د ولسونو او طالب شازلمو ترمنځ موجوده کلکه او اوسپنیزه رابطه ماته کړي. د غربیانو او د هغوي د ګوډاګیانو له لوري د هیواد څخه خارج او په هیواد کي داخل رغتونونه، هسپټالونه، مکاتب، ودونه او جنازې  د هیوائې  بریدونو ښکار شوي دي چي پکي بشپړ کورنۍ له منځه تللي دي .

د هغه جنایتونو چي د غربي ښکیلاکګرو او د هغوي د ګوډاګیانو له لوري د هیواد په لر او بر کي تر سره شوي دي یو څو بېلګي

په کال ۲۰۱۴ کي د هلمند ولایت به سنګین ولسوالۍ کښي د واده پر مراسیمو د هیوائي برید په نتیجه کښي دیرش (۳۰)تنه ووژل شول او پنځه څلویښت (۴۵)نور ټپیان شول

په کال ۲۰۱۵/۸/۳۰ کي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه د یوسف خیل په کلي کي د میلي اوردو په یوه توغندیز برید کي د یوې کورنۍ (۱۳)غړي ووژل شول

په کال ۲۰۱۵ اکټوبر کي د کندز د بې پلي ډاکټرانو پر روغتون د غربي اشغالګرو او د هغوي د ګوډاګیانو یوه برید تر سلو زیات عمله، ساتونکي، صافاکاران، نرسان، ډاکټران، ناروغان او راوړل شوي زخمیان شهیدان کړل .

په کال sep/20/2015 کي د پنځو ورځنیو عملیاتو په نتیجه د لوګر د محمد اغې په زرغون شهر سیمه کي د ګوډاګیانو لخوا د میر منو او ماشومانو په ګډون تر لسو ډیر کسان شهیدان او تر لسو زیات زخمیان شول

په کال ۲۰۱۶/۶/۱۵ کي د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په مر کز کي ځايې چارواکو لومړی دوه کسان شهیدان او بیا وسوځول

د همدې کال (۲۰۱۶) د جون پر (۱۳) د فراه ولایت د فراه رود په سیمه کي د ګډ حکومت د هوائي ځواکونو په بمبار کي چي د جنازې پر مراسمو وشو د ښځو او ماشومانو به ګډون پنځه تنه شهیدان او دیرش(۳۰) تنه نور ټپیان شول.

د همدې کال په همدې ورځ د زابل ارغنداب ولسوالۍ د سرخ سنګ د ناوې په کلي کي اربکیانو په (۷۰)کلن سپین ږیری (جانوکاکا) په خپل باغ کي شهید کړ.

د همدې کال په همدې ورځ د بادغیس ولایت په اب کمري ولسوالۍ کي اربکیانو یو تن ولسي وګړی شهید کړ او دری کورونه یې وسوځول.

د همدې کال د جون پر نهمه نیمه شپه یر غلګرو د ګوډاګیانو په ملتیا د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کي د چاپې پر مهال ۶ ولسي وګړی شهیدان او ۱۳ نور بندیان کړل.

د همدې کال د جون پر اوومه (۷)بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ په علیا کي د اربکیانو د قومندان انعام الله وسله والو درې تنه وړونه د اوبو پر سر شخړه کي شهیدان او درې نور مرګوني ژوبل کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د