نوی ځیرک کمیس چې هوا د ککړتیا په اړه معلومات ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۸مه ۱۳۹۵ل): په دې ورځو کې د هرې ورځې له تیریدو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پنځونه کیږي او اوس یوې کمپنۍ کاروونکو ته ځیرک کمیس وړاندې کوي.
دغه ځیرک کمیس د هوا ککړتیا اندازه کوي او که چیرې د هوا د ککړتیا اندازه زیاته وي نو دغه ځیرک کمیس رنګ بدلولو سره په دې اړه خپل کاروونکی ته معلومات وړاندې کوي.
د ایرو کرومکس کمپنۍ دغه ډول درې مختلف کمیسونه معرفي کړي کوم چې په هوا کې د کاربن مونو اکسایډ یا ریډیوایکټیویټي اندازه معلومولو سره خپل رنګ او ډیزاین بدلوي.
که چیرې د هوا ککړتیا خطرناکې اندازې پورې زیاته شي نو دغه کمیسونه خپل رنګ بدلوي او د کرښو ډیزاین بدلولو سره کاروونکو ته د هوا په اړه خبرداری ورکوي.
د ایرو کرومکس کمپنۍ په وینا دغه کمپنۍ په دغو کمیسونو کې دوه ځانګړي سینسرونه ځای پر ځای کړي چې د هوا حالات مطالعه کولو سره د دغو کمیسونو رنګ او ډیزاین بدلوي.
دغه کمپنۍ وايي چې دغو ځیرک کمیسونو جوړولو څخه هدف د خلکو د هغوي په ښارونو کې د هوا ککړتیا څخه خبرول دي تر څو وکولی شي له مختلفو ناروغیو څخه ځان وژغوري.
ایرو کرومکس کمپنۍ د دغو کمیسونو بیه ۵۰۰ امریکايي ډالره ټاکلې او راتلوونکي څو اونیو کې به نړیوال بازارونو ته وړاندې شي.