نظــر

د انور الحق احدی کاذب نقاب هم په هوا شو

د افغان ملتیانو مشر او د غرب کاذب نابغه انور الحق احدی له مخ نه هغه کاذب او مرجفین ډول نقاب د افغانستان د سر لوړئ ملت په وړاندی ددی ولس د صداقت او ایمانداری په بوړ بوښکۍ کې په هوا شو چې نور د ټینګیدو او بیرته راتلو نده ، ښاغلی احدی صیب اوس مو لوڅ بربنډ ولیدی حیآ دی والوته ، باور دی له لاسه ورکړی تر پرون دی له امریکا نه د قلم په ژبه ښاغلی احمد شاه مسعود ته تاه او ستا ملګرو ډول ډول ښکنځلمارئ کولي فاشیست او خاین مو بللو ، د روس غلام او ایجنټ مو بللو ، سازشی او پروتوکولی مو ورته ویل ،

د افغانستان په تاریخ کې مو ورته د تر ټولو ستره او بدنامه څیره ویله خو د احمد شاه مسعود په یاد غونډه کې ستاسو ستاسو وینا او هغه شاهانه الفاظ هغه څه دی چې آصلآ ستاسو د ایمان قول،افغانی قول،اصلیت ، سیاسی بصیریت ، رهبری ،شعار ، تګلاره ، هیوادنی مینه ، د سمون او عدالت په طرف ګام آخیستل او داسی نور …….. دا هر څه هسی چټیات وو او وئ به اوس ستاسو د همغه وینا په پوره امانتداری سره ستا ، د افغان ملت د ګوند هغو پتمونو او هیواد پالو غړو او د افغانستان د مسلمان او ویاړلی ملت په وړاندی ږدم هیله دی چې له لوستلو او اوریدلو وروسته موږ سالم قضاؤت ولرو .
د انور الحق احدی وینا تر کلمی مبارکی له لوستلو پرته د جاویدان ویب لخوا یو ټیوب ته داسی راغلی او .
امیر= احمد شاه مسعود
………….= د خفګان وقفه او په وچو شونډو ژبه راکښل.
امیر صیب دلیل ددی چې دومره امتیاز لری ، امیر صیب شهید عقیده درلوده و امیر صیب شهید هڅه درلوده حتی امیر صیب شهید کفایت د رهبرئ درلودو …………… عمده شخصیتونه په ژوند کې په جومع باندی تاثیر آچوئ د مرګ په حالت کې هم په جومع باندی تاثیر اچوئ …………….. د امیر صیب شهادت د افغانستان په زوند باندی د افغانستان په سیاسی ژوند باندی لوې تاثیر کړې د نوئ افغانستان آغاز چې متاسفانه د امیر صیب د شهادت نه شروع سو…………….. افغانستان ته هم د امیر صیب له شهادت نه وروسته بین المللی توجو دلته وسوه د بین المللی توجو په اساس باندی د خپلو افغانانو د غوښتنو په اساس باندی د کلونو کلونو زجر او تکالیفو له تیرولو نه وروسته افغانستان کې یو نوئ نظام جوړ سو …………….. د غه نظام اسلامی ، افغانی او منل شوو بین المللی آرزښتونو باندی ولاړ ده و دا ضروری دی چې موږ یو عادله ټولنه عادلانه ټولنه دلته جوړه کړو کچیری کامیاب سولو چې یوه عادلانه او له استقرار نه دکه ټولنه دلته جوړه کړو …………….. حتمآ به د امیر صیب شهید روح په دی باندی ډیر خوښ شی…………. زه د هغه روح ته ښاد وایم ، یو ځل بیا د هغه د کورني غړو ته په خاص ډول او تاسو ته په عام ډول تسلیت وایم
ډیر تشکر
درنو لوستوونکو دا د انور الحق احدی صیب وینا د مسعود پیژندنی او د مرګ کلیزه کې یې کړی وه دغه وینا پوره دوه(۲) دقیقي دوام کړی او آته (۸) ځله یې امیر صیب ویلی او یو ځل یې اشارة ویلی چې جمله نهه(۹) ځله کیږی ، چاپلوسی خو هم حد لری دومره خو هم نه چې حیثت دی یوی ټنګي ته راښکته کړی .
چې د رهبری کفایت یی درلود نو ولی دی بیعت ورسره نه کا ؟ چې دده د مرګ په وجه بین المللی توجو دلته وشو نو دا نیویارک آسمان څکي ودانی ولی ونړیدی ؟ ولی د القاعده تر کاذب عنوان لاندی د ترهګري ضد درواغجنه وژنه دلته شروع شوه؟ تاسو کاذبو ولی همدا سندره ورسره زمزمه کوله ؟ عادلانه ټولنه او نظام مو څه شو؟ ، د احمد شاه له سیاسی تفکر هم غږیږی او حتی آحدی صیب د هغه له زړه نه هم خیر ده ، پاسپورټ مو په نړی کې د اعتبار او عزت لومړی مقام وګاټه ؟ هههه ، حکومتداری مو د شفافیت له سببه د نړی پر مخ تر ټولو پاکه او نړیوال مډال یی واخیسته اوس اکسفورډ پوهنتون پریکړه کړی چې د افغانستان ریټایرډ شوی وزیران ، والیان، وکیلان او د ولسمشر څه د پاسه سل مشاورینو ته د استادی او نورو آړینو چارو کې دنده ورکړی تر څو پوهنتونونه په پښو ودروئ .
ما څو ځله له مرحوم احمد شاه مسعود سره ناسته کړی وه خو هغه څه چې زه دده په اړوند پوهیږم هغه دا ؤ چې مسعود بیناموسه شخص نه ؤ هغه باندی د خلکو حیا ډیره ګرانه وه ، د دښمن په بې پته کیدو هم نه و خوښ زه باور لرم چې هغه ډیر قدرت طلبه شخصیت ؤ هیڅ رقیب یې نشو زغملئ د چوکې لپاره يې ثبوت کړی وه چې سازش یې کولو تر څو رقیبان له صحنی وباسی ،خو که له یولسم سپتمبر وروسته هم ژوندی وايې نو داسی بیننګئ به یې نه وه تاید کړی چې کابل دی له لوچکي او فاحشه خانو ډک وی ، افغانان دی داسی دا بهرنیو په لاس بی پته شی لکه څنګه چې دده بیننګه ملګری پری خوښ او راځئ دی هغه قوم پرست او متعصب و خو بیا هم تکرارآ وایم چې بیناموسه شخصیت نه ؤ .

پرتوګ دی راوړ سوړې سوړې

چې هره سوړه دی ګندم خندا رازینه

په درنښت

 نصرالله احمدزی
۰۵/۱۰/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x