شایومي خپل تر ټولو چټک سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۸مه، ۱۳۹۵ل): د شایومي کمپنۍ اعلان کړی چې د دغې کمپنۍ په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره لس هستې لروونکی سمارټ فون د فایل ثبتونې له ۱۲۸ ګیګابایټ وړتیا سره وړاندې کوي.

د یو شمیر راپورونو پر بنسټ د سمارټ فون جوړولو دغه چینایۍ کمپنۍ د لومړی ځل لپاره ‍۱۰ هستې لروونکی سمارټ فون چې د مدیاتک هلیو ۲۰ او ۲۵ ډوله پروسېسر يي په کې کارولی معرفي کړی.

د شایومي کمپنۍ دغه تر ټولو نوی سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې لرلو سره د دوو سیمکارتونو قبلولو وړتیا هم لري او د کمپنۍ لخوا شایومي ریډمي پرو (Xiaomi Redmi Pro) نومول شوی. دغه سمارټ فون کې ۱۰ هستې لروونکی هلیو ۲۵ نومې پروسېسر ځای پر ځای شوی چې دغه سمارټ فون ته يي ځانګړی سرعت ورکړی.

دغه سمارټ فون کې انډرايډ ۶ اپریټنګ سیسټم ښکته شوی او ۱۷۴ ګرامه وزن لري. پنډوالی يي ۸.۲ ملي متره ښودل شوی او ۱۲۸ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري.

د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون کې ۴ ګیګابایټ رېم هم ځای پر ځای شوی او د Mali-T880 MP4 ډوله ګرافیک څخه ملاتړ کوي. دغه سمارټ فون به د اکتوبر په میاشت کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د دغې سمارټ فون بیټرۍ ۴۰۵۰ ملي امپیره وړتیا لري، اصلي کامره يي ۱۳ میګاپکسله ده چې د سوني د کمپنۍ IMX258 نومې سېنسرونه هم په کې ځای پر ځای شوي، مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده، د ګوتې نښې سېنسر او یو ایس بي ټایپ سي (USB Type-C) يي له نورو ځانګړتیاو څخه دی.

هلیو ۲۰ ډوله پروسېسر، ۳ ګیګابایټ رېم او ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبونې وړتیا لروونکی ورژن بیه ۲۲۵ ډالره، هلیو ۲۵ ډوله پروسېسر، ۳ ګیګابايټ رېم او ۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لروونکی ورژن بیه ۲۵۵ ډالره او هلیو ۲۵ ډوله پروسېسر، ۴ ګیګابایټ رېم او ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لروونکی ورژن بیه يي ۳۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د