افغان مهاجر د خپلو اعمالو سزاګانې ګالي «لومړۍ برخه»

 مشفق حريت مل

يادونه: زه هم د يوه افغان مهاجر په توګه له خپل هیواد نه بهرلاهم د مهاجرت ژوند کووم، هغه ورونه چې په دې ليکنه کې يې ځينې برخې نه خوښيږي هغوی دې دا فکر نه کوي چې ګواکې دا خبرې تورونه دي، دروغ او د مهاجرو خلاف کار دی، مګر دا هغه ترخه حقايق دي چې زمونږ په ټولنه کې به ډيرو ليدلي وي. زه که څه هم د پيښو ژور تل ته نه يم لاړ مګر سرسري او اشارتاً مې ځينې حالات بيان کړي دي هيله ده چې دعقل خاوندان به پرې تر پايه ورسيږي. «مشفق حريت مل»

کله چې شورويانو په ګران هيواد يرغل وکړ، مجاهدو افغانانو د خپل دين، سر او ناموس د خونديتوب په خاطر له خپل خواږه ټاټوبي هجرت وکړ، تيار جوړ شوي او له سامانونو ډک کورونه، له ميوو او کروندو څخه ډک باغونه او کروندې، د خواږه وطن خوږه هوا او د يخو اوبو چينې ترې پاتې شوې او د خپل دين او ناموس د خونديتوب په خاطر يې په ډير تکليف او کړاوونو، د شپې په مزلونو، او د ورځې د روسي يرغلګرو د بمباريو له ويرې په غارونو کې تېرولې، په لوږه او تنده او د ګران هيواد د بيلتون له غم سره يې خپل هيواد پريښود او ګاونډيو هيوادونو ته په هجرت کولو اړ شول.

ګاونډيو هيوادونو څه د خپل سياسي هدف د ترلاسه کولو او د هېوادونو د دفاع په خاطر او څه هم د خپل اسلامي او بشري خواخوږۍ په خاطر له افغان مهاجرينو سره خپله همدردي او خواخوږي په بيلابېلو مرستو کولو سره وښوده، نړيوالو موسسو هم له افغانانو سره مرستې وکړې او امريکا هم ددې له پاره چې په افغانستان کې ددوی رقيب «شوروي» مات شي له افغانانو سره بيلابېلې مرستې کولې، هغه مهال ټول مهاجر افغانان مجاهدين، رښتيني اتلان او د نړۍ له سپر ځواک سره د مبارزې له پاره يوازيني خلک بلل کيدل، په عامو افغانانو کې هم هغه مهال د دين او جهاد جذبه په بې سارې توګه رښتينې، قوي او د الله (ج) د رضا له پاره وه، خو په عين وخت کې يې ځینې رهبرانو هم د جهاد په پلمه د شخصې ګټو له پاره بېلابېلې لارې سنجولې.

خو پوښتنه دلته اوس داده چې همغه مهاجرين چې پرون يې د نړۍ په سطحه او په ځانګړي توګه اسلامۍ نړۍ اتلولي، ميړانه او قرباني ستايله، خو نن يې د هغو قربانيو قدرداني نه کيږي او نن بر عکس په نړۍ کې تر ټولو خوار، ذليل او بدنام خلک دي، نو ددې پوښتنې لنډ او ساده ځواب دادی چې دا ټول د افغانانو د اعمالو نتيجه ده، ځکه چې پرون له افغانانو سره په زړه کې د اسلام کومه جذبه او احساس وو، نن هغه نشته پرون يې چې له کفارو او يرغلګرو سره کومه کرکه وه هغه نن نشته، پرون يې چې د اسلام او هيواد له پاره کومه قرباني ورکوله نن هغه نشته، پرون چې يې کومه پاکي او سپيڅلتيا په زړه او اعمالو کې وه نن هغه نشته نو ځکه الله ج د خلکو په نيتونو باندې پريکړې کوي او ځکه خو د افغان مهاجرو حالت له پرون څخه نن ډير متفاوت او ځوروونکی دی.

خفه کيږو به سره نه دا ټول هغه حقايق دي چې مونږ او تاسو يې په سر سترګو وينو او که له دې نه څوک انکار کوي هغه بیا غافل او ويده مسلمان دی، مګر که دې ته بيا څوک هسې هوايي دلايل لټوي چې دا پرمختګ، ازادي د ښځو حقوق د يموکراسي او د حالاتو غوښتنې دي، نو دغه سړی بيا په بشپړه توګه افغان نه دی دا د غرب له چاپیريال او کړو وړو نه اغيزمن شوی دی او اوس په خپله ټولنه کې هم غواړي چې غربي چاپيريال ته ورته ماحول ولري؛ خو تر هغې چې مونږ مسلمانان او افغانان يوو دلويديځ په لاس جوړ شوي نظامونه او د هغوی له لوري ښځو او خلکو ته د بې پولې ازادۍ ورکول هغه څه دې چې زمونږ له خواږه دين سره چې مونږ ته يې حدود او د ژوند قانون ټاکلی په بشپړ ټکر کې دي.

د پرون ورځې افغان يو پاک زړی مسلمان او د قوي ايمان څښتن و، مګر نن همغه افغان په خپل حال نه دی پاتې، پرون افغان مسلمان تر هرڅه زيات په دين او وطن غيرت کاوه مګر نن په هغه حال پاتې نه دی، پرون افغان ميرمنې خپله حيا او پرده ډيره خوندي ساتله، مګر نن چې يې خاونده په يوه دروازه له کوره وځي، ښځه يې په بله دروازه په چکرو سر شي، پرونۍ افغان ميرمن په بازارانو کې نه ګرځېده هغې د خپل عزت او حيا د ساتلو له پاره د کور ژوند خپل کړی و، مګر نن يې چې زړه هر کله وغواړي په ازاده توګه بازارونو ته وځي او له نامحرمو سړيو سره د سودا په پلمه ګپونه وهي چې بد اخلاقۍ فساد او نورو انديښنو ته لاره هواروي او د افغانانو د حيا او عزت هغه اوصاف له خاورو سره خاورې کوي.

نوربيا………..

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عابد
میلمه
عابد

محترم مشفق صاحب!الله تعالی دې درڅخه قبول کړي ډیرشه واقعیت دی بیان کړی زه خولادانظرلرم چی ولی په افغانانوکله انګریزان کله روسان کله صلیبیان کله سرایله دوه سریان مسلطک کیږي؟ددې جواب واضح ښکاره ده چی زمونږڅخه خدای تعالی ناراض دی چی هغه راضی نه کړو نوداواربه چینایان راباندی مسلط کوي کومه نارونه ده چی مونږاقغانان یې نه کوو ظلم بربریت حرام خوري قتل زناکاري لواطت کفتربازي سګ بازي قیماربی لمانځي وغیره وغیره

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا ډېر د تاسف ځای دی چې د روسي اشغال د دوران خلاف امریکایي اشغال دور کې خلک خدای ج ته د رجوع پر ځای نور هم بی لاری او اخلاقي انحطاط ته مخه کړې ده، البته یو له اسبابو یې دا دی چې امریکایي اشغال د روسي هغه په نسبت ډېر شامل او پلن دی. د نن سبا له کمو والدینو سره دا اندېښنه شته چې زوی یې خدای ناخواسته کوڅه ډب، شرابي، سینما رو، رشوت خور، زنا کار او لواطت کار نشي، خو داسې والدین ډېر دي چې د زوی په ږیره پرېښودلو اندېښمن کیژي، که یې جومات… نور لوستل »