
کابل: چاودنې د پارلمان د بشري منابعو څانګې مشر وژلی
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار د میرویس میدان (کوټه سنګي) په سیمه کې چاودنې د پارلمان د بشري منابعو د څانګې مشر وژلی دی.
امنیتي سرچېنې وايي چې چاودنه د یوه چسپکي ماین پر مټ د پارلمان د بشري منابعو مشر خلیل الله په موټر شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنې دوه کسان نور هم ټپیان کړي او موټر هم ویجاړ شوی دی.