افغانستان

سیګار: ګډ حکومت په ۵ سلنه نورو سیمو خپل کنترول د لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ «سیګار لخوا خپور شوی وروستی راپور وايي چې د افغانستان دولت د ۲۰۱۶ز کال په وروستیو پنځو میاشتو کې پنځه سلنه سیمو چې پخوا یې پرې حاکمیت درلودلو د لاسه ورکړی دی.

د یاد راپور پر اساس د روان کال د مۍ د میاشتې تر پایه پورې د افغانستان د دولت کنترول او نفوذ ۶۵.۶ ته رسیدلی خو پنځه میاشتې وړاندې دغه نفوذ ۷۰.۵ سلنه و.

د سیګار موندنې ښيي چې افغانستان دولت د ۴۰۰ څخه د ۱۹ سیمو کنترول د لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د واک لمن په داسې حال کې پراخه شوې ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر او واکونه بیا زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x