نظــر

انتخاباتي ډرامه او د ولس دریځ

دا یو تریخ حقیقت دی چې د افغانستان ولس د تیرو څو لسیزو جګړو او نارامیو له کبله د تعلیم له اړخه د نړی تر ډیرو هیوادونو وروسته پاتې شوی،  خو دا هم واقیعت دی چې دغه ولس د ورکړل شوي الهی استعداد او د اوږدو کلونو جهاد او هجرت له برکته دومره سیاسي شعور او پوهه لري چې په ډیرئ نورو ولسونو کې یی سارئ له لیدل کیږي.
خو د اوسني تپل شوي رژیم ګوډاګیان چې په سترګو یې د ډالرو پټۍ لګول شوي د دغه واقیعت درک نلري او یا یې هم په سپین سترګۍ سره له پامه غورځوي.

نن سبا وینو چې هر رویبضة (احمق چې په عامه امورو کې غږیږي) راپورته کیږي، ځان د خلکو لخوا منتخب بولي او د افغان ولس د استازیتوب دعوه کوي بیا داسی څه غږوي چې د دغه ولس دین، غیرت، کلتور او د وياړه ډک تاریخ سره هیڅ اړخ نه لګوي. دغه کسان چې د هیواد د ګټو او ارزښتونو پر خلاف دي او یواځې د خپلو مادي ګټو او منصبونو لپاره لالهانده دي هیڅکله هم د افغان ولس ممثلین او استازي ندي.

دادی ګورو چې یوځل بیا د انتخاباتي ډرامې د جوړویدو وخت رارسیدلی او دغو پلورل شويو ګوډاګیانو هلې ځلې پیل کړي چې د خپل رژیم ساه څوکاله نوره هم اوږده کړي ترڅو وکولای شی د افغانستان د ازادۍ او د هیواد د بچیانو د وینو په بیه خپلو عیاشیو او فحاشیو ته دوام ورکړي او پدې ترڅ کې دادی هڅې کوي چې افغان مسلمان ملت ته د اتنخاباتو جعلي ډرامه یو با ارزښته حقیقت معرفي کړي. د ډرامې دغه لوبغاړي په ډیره لیوالتیا په دې کوشش کې دي چې څنګه وکولای په ښه توګه خپل رول ولوبوي ترڅو خپل بادارن چې د دغې ډرامې اصلي ډایریکټران دي خوښ کړي.

واقیعت خو دادی چې واشنټن لا پخوا خپل ګوډاګیان ګمارلي خو د دې لپاره چې ځینو سادګانو ته دغه ګوډاګیان خپلواک او د ملت لخوا ټاکل شوی ممثلین معرفي کړي د انتخاباتو  دغه جعلي ډرامه په کار اچوي او پدې لاره کې میلیونونه ډالر لګوي خو د اشغالګرو او د دوی د ګوډاګیانو دا هلې څلې پرته لدې چې ځانونه ستړي او مالونه مصرف کړي کوم ځای نه نیسی.

(إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ) (الأنفال ۳۶) (هغه کسان چې کافران شوی دي، د دې لپاره خپل مالونه لګوي چې (خلک) د الله (ج) له لارې راوګرځوي نو دوی به لګښتونه وکړي بیا به دوی پښیمانه شی او بیا به مغلوب کړای شي او کافران به (په آخرت کې) جهنم ته راټول کړای شي.)

د افغانستان ملت خو په تیره انتخاباتي ډرامه کې عملاً وښودله چې دوی له دغه ډرامې نه د خیر کومه تمه نلري او نه هم پداسی یو جعلي پروسه کې ونډه اخلي خو بیا هم بې شرمه ګوډاګیانو هغه مهال د خپلې میډیا له لارې یې په دروغو سره داسې اعلانونه وکړل چې ګواکې انتخابات په شفافه او سالمه توګه ترسره شول او ملت خپل ولسمشر او استازي وټاکل. اوس دادی بیا دا سپین سترګي د دغې ناکامه سیناریو د تکرار په تکل کې دي. دوی ته د رسول الله (ص) حدیث کافی دی چې فرمایی  (إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ). (کله دې چې حیا ونکړه نو څه د چې خوښه وی هغه کوه.)

د افغان ولس دریځ

د افغان مسلمان ولس دریځ خو د هیواد په اوسني حالت کې په ډاکه او  لکه د لمر روښانه دی. په ازادۍ مین ملت نن د هغه چا په خوا کې په افتخار سره ولاړ دی چې د هیواد د خپلواکۍ لپاره په نه ستړې کیدونکې مبارزه بوخت دي او په دغه لاره کی هره ورځ خپل سرونه قرباني کوي.
نن که چیرته د طالبانو تر قیادت لاندې مجاهدین د هیواد په ګوډ ګوډ کې برلاسي دي او د فتوحاتو لمن یې هرلوري ته بې دریغه پر پراخیدو ده، دا ښيي چې دغو مجاهدینو سره الهی نصرت او افغان ولس بشپړ ملاتړ دی. افغان مسلمان ولس په قول نه بلکه په عمل کې ښودلې چې هغوی دیموکراسي او انتخابات نه بلکه د ازادۍ او د اسلامي نظام غوښتونکي دي.

افغانان د ازادۍ پر معنی او اهمیت تر هرچا ښه پوهیږی او په هر قیمت چې وی هغه لاس ته راوړي. د دې سره سره چې د دغې مقدسې کلمې د تحریف هڅې د اوسني رژیم لخوا په مختلفو اشکالو روانې دي خو دا بېځایه هڅې د دغه ملت په وړاندې بې ګټې دي. د مثال په ډول که چیرې د ازادئ راډیو داسې راپور خپور کړي چې کرزي د خپلو خارجی او داخلي انډیوالانو سره یوځای په ارګ کې دننه د انګریزانو څخه د افغانستان د ازادۍ ورځ ولمانځله، نو دوی دې دا ګمان نه کوي چی ګواکې پدې کار سره مو افغان ولس دوکه کړ، دوی یواځې پر خپل ځان ملنډې وهي. ولس له پیله پدې پوه دی چې حامد کرزی د ازادۍ نه بلکه د اشغال تمثیل کوي او د ازادئ راډیو هم دده په څیر په اصل کې د اشغال یوه نمونه او د غربي ازادۍ د ترویج آله ده.
افغان مسلمان ولس د تل په شان غواړي چې خاوره یې بشپړه خپلواکه وي، دین او ناموس یی خوندي وي او په هیواد کې یې اسلامی نظام حاکم وي. په دغه لاره کې یې کلونه کلونه بې سارې قرباني وکړې او ترهغه به خپل مقدس جهاد ته دوام ورکوي ترڅو خپل دغه سپیڅلی هدف لاسته راوړي. افغان ولس چې دا دولس کاله یې د بمبار قتل او وحشت او زندانونو په مقابل کې خپل همت له لاسه ورنکړو، څنګه کیدای شی چې د انتخاباتو په څیر په جعلي ډرامو وغولیږي؟!
ولس د بې دینۍ، جرم او جنایت، اداری او اخلاقی فساد، د بانکونو لوټولو، د ځمکو غصبولو، د جعل او تزویر څخه کرکه لري او پدې مبارزه کې دی چې ژرترژره د اشغالګرو ترڅنک د تپل شویو مفسدینو، منافقینو، بی دینه سیکولرانو، کمونستانو، رشوتخورو، او غلو څخه خپله خاوره پاکه کړي. داسی یو فاسد او مفسد نظام چې د هر چوکاټ په اساس ادامه پیدا کوي د افغانستان د ملی ګټو سره په ټکر کې دی او استمرار یې افغان ولس ته د تحمل وړ ندی.
د افغانستان بشپړه خپلواکي د هیواد د آرامئ، ثبات او ترقي لپاره لازمي او بنیادي ده او یوازی هغه وخت چې هیواد مو خپلواکه او اسلامي قانون پکې ناف‍ذ شي د دې تضمین کیدای شی چې د افغانستان ټول اوسیدونکي د یوالي، امن او سولې په فضا کې ژوند وکړي او په ګده د خاوری په آبادئ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

لیکوال: عمر محتسب

– ۵ اکتوبر۲۰۱۳ 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x