شعـــــرونه

غزل: هلال مهاجر

هلال مهاجر

نر تربور دې یم په نره دې بدي کړم
هرمیدان اوهرډګرکښې دې سیالي کړم

له سوزنۍ نه دشوخۍ سره عادت یم
ځکه اوس هم داسې شوخه زندګي کړم

ما زنګو کښې دغیرت درس دی لوستلی
بې له خدایه کله چاته سرټیټي کړم

دتاریخ پاڼه مې اوګوره خپلواک یم
نه غلام یم ، او نه چاته غلامي کړم

زوره ورو ته دزور په نیلي ګرځم
خو خوارانو ته بیاهر وخت سلامي کړم

دا دچا دپاکې مینې یو ثبوت دی
چې خویونه خصلتونه لیوني کړم

تل مې ذهن کښې سنګر او مورچل ګرځي
هلال ځکه داسې مسته شاعري کړم

۱۴۳۷..۱۰..۲۴.
هلال” مهاجر
خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x