افغانستان

ننګرهار کې پنځه امریکايي پوځيان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې امریکايي سرچېنې وايي چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په جګړو کې ۵ امریکايي پوځيان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو قومندان ایسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټپي شوي پوځیان امریکایان دي او له داعش سره په جګړه کې ټپيان شوي دي.

د ناټو د قاطع ملاتړ قومندان جنرال نیکولسن له قوله دغه پوځيان د امریکايي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په مخامخ نښته کې ژوبل شوي دي.

هغه د ټپي شوو عسکرو روغتیايي وضعیت ښه بللی دی.

بل لوري ته وسله والو طالبانو ویلي چې امریکايي ځواکونو د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ترکو کلي کې د دوی په ملګرو چاپه وهلې او د دوی له برید سره مخامخ شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې د دوی په برید کې ۷ امریکايي پوځيان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د ادعا له مخې په پېښه کې دوی ته هېڅ تلفات نه دي اوښتي یواځې امریکايي پوځيانو درې عادي کلیوال له ځان سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x