نن په انځورونو کي

دا تصویر د ملابرادر اخوند نه دی

له کله نه چې په ۲۰۱۰ م کې امریکايي او پاکستاني ګډو ځواکونو  دطالبانو دمشرتابه مرستیال  ملا برادر اخوند دپاکستان په بندري ښار کراچۍ کې ونیو له دې سره سم یوشمیر هغو رسنیو چې دطالبانو په مخالفت شهرت لري  دغه تصویر دملا عبد الغني برادر په نوم نشرول پیل کړل.

خو د دغه تصویر اصلي خاوند عباد الله ارشد  دپاکستان  د دیر دسیمې اوسیدونکی دپاکستاني طالبانو یو عادی طالب دی چې هغه مهال دپاکستاني ځواکونو لخوا  اسیر او بیايې دوسيه په رسمي ډول پاکستاني قضايي مراجعو ته وسپارل شوه .

همدا لامل دی چې دهغه تصویر دمحاکمې په مهال په بیلا بیلو حالاتو کې  اخیستل شوی چې خوا اوشايي پاکستاني پولیس او دمحکمې  موظفین هم  لیدل کیږي .

 دافغاني طالبانواویاالقاعده تنظیم مربوط کوم کسان چې دپاکستاني استخباراتي کسانو لخوا تعقیب او نیول شوي  تراوسه پوري نه هغوئ محکمې ته وړاندي شوي او نه خبر یالانوته له هغوئ څخه دتصویر اخیستلو اجازه ورکول شوې.

یواځې خالد الشیخ چې هغه  امریکايي استخباراتو ته دالقاعده تنظیم  ترټولو مطلوب شخص ګڼل کیدو کله چې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچي کې اسیر شو نو د پاکستاني امنیتي چارواکو لخوا دنوموړي دګرفتاري دتائید په موخه دهغه داسارت تصویرونه درسنیو په واک کې ورکړل شول .

خو کوم تصویر چې په کابل کې دشمالي ټلوالې اویاهم دځینو نورو طالب  ضد رسنیو له لوري دملابرادر له موضوع سره یو ځای  دهغه په نوم نشریږي هغه دملابرادر تصویر نه دی  او نه هم تراوسه پوري د نوموړي خپل تصویر په هیڅ رسنۍ کې نشر شوي .

را لیږونکی: احمد

fake mullah birader2

fake mullah birader3

fake mullah birader4

fake mullah birader5

fake mullah birader6

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x