
ملکیان څوک وژني؟
سيف الرحمن رحماني
په نوم د دهشتګرو ماشومان د اور خورک شول
پر نیمه شپه د کلي مظلومان د اور خورک شول
د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو چـیغي راغلې
د کلي په انګړ کي مقتدیان د اور خورک شول
چاپه کي د وحشیانو ماشومان په وینو رنګ دي
د ښځو په ګډون مو بوډاګان د اور خورک شول
غربي ښکیلاکګر راغلل ګوډاګیان ور سره مله وه
مسجد کي طالبان او امامان د اور خورک شول
ممبر وو ژړېدلي هم محراب په وینو سور وو
سپیڅلي ایاتونه د قران د اور خورک شول
د خُلې یې د اللّٰه اللّٰه نعرې راتلــي غوږو ته
زانګو کي تړل شوي ماشومان د اور خورک شول
مورکۍ او بابا جان هم په مرمو وه لګـیدلي
چاپه وه د وحشیانو ګاونډیان د اور خورک شول
ګودر په وینو سور وو بهیدلې پکي ویني
پر غاړه یې ولاړ هسک چیناران د اور خورک شول
پاک ربه نور مو خلاص کړې د وحشیانو د ظلمونو
پر ټوله نړۍ صرف مسلمانان د اور خـورک شول
ښه یې پیژندلي (رحماني) خپل دوښـمنان دي
د کفر په بمونو مؤمینان د اور خـورک شول