نظــر

راځئ چی سره یو شو!

نن سبا اسلامی نړۍ دیو لړ ستونزو اوکړکیچونو سره مخامخ ده اوپه ډیرو اسلامي هیوادنو کی دنا امیدیو او ناهیلیو طوفانونه خپل اوج ته رسیدلي ، ددغی ټولو مشکلاتو او ستونزو سره دمقابلی لپاره مهمه او ګټوره لار د مسلمانانو خپل منځ کی اتفاق ، اتحاد اویوالی دی . دکړاونو اوپیچومو په دی معاصر دورکی دمسلمانانو ترمنځ وحدت اودیووالی پیاوړتیا هغه ستره وسیله ده چی مسلمانان پری دپیړیو راهیسی بایللی برم بیرته ګټلای شي اوهم پری د استعماراونیواکګرو کفري ځواکونو دهرقسم شومو پلانونوڅخه خپل ځانونه ساتلای شي

نو دامت مسلمه لپاره په اوسنی وخت کی وحدت ، یو موټی کیدل اوخپل منځ کی کرکه اونفرت ختمول یو ه حیاتی موضوع ده .

ګرانو ورنو ! اتفاق اواتحاد دقوت او پیاوړتیا اوپرمختګ رازدی ، نو په همدی اساس که اسلامی هیوادونه په پوره اخلاص اوصمیمت یو بل ته ددوستانی لاسونه ورکړي ،اوپه پوره توګه دمحبت او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي ، اوهم علمی ، مذهبی ، سیاسی اواجتماعی کدرونه په خپل منځ کی سره یو شی ، په ټولو پیښو کی یو د بل ترڅنګ ودریږي نو له یوی خوا به خپلی شخړی په خپله حل کړي اوله بلی خوا به پرمکار ، فریب ګر ، کینه ګر خونخواراو ظالم یرغلګر دوښمن غالبه شي ، او زمونږد دین اواسلامي خاورو دښمنان به هیڅکله هم پرمونږزمونږ دضعف دوجی دیرغل خوبونه ونه ویني .

دتاریخ پاڼی پردی شاهدی دي چی اسلامي ټولونو همیشه لپاره ګذارخوړلی اوخپل سیادت یی له لاسه ورکړی علت یی په خپل منځ کی اختلاف ، دربدری ، تیت پرک کیدل ، یودبل مقابلی ته دریدل ، یو بل نه تسلیمول ، په خپل منځ کی زغم او حوصله له لاسه ورکول اودانانیت غونډۍ ته ختل ، اوپرډیرومعمولی اوجزئی مسئلو خپل منځ کی اختلاف اوجداجدا کیدل اوبالآخره یوبل ته په مورچو کی کیناستل دي .

دتاتاریانو پروړاندی داسلامی خلافت پلازمینی ( بغداد ) سقوط اوداندلس چی اوس په هسپانیا یادیږی دصلیبیانوپروړاندی سقوط ، اوپه وروستیوکی دانګریزي استعمارپه وړاندی داسلامي هیوادونو یوپه بل پسی سقوط زماپرمدعی ښه دلیل دی ، که په تیرو وختونو کی مسلمانان خپلی هغه ناروغۍ ته چی له امله یی دوی کمزوری شوي پوره پاملرنه کړی وای نو نه به ددوی ملی شتمنۍ دنیواکګرو او استعمارچیانو په لاسو چورشوی وای ، اونه به ورته دهغوی له خوا سیاسی تهدید متو جه شوی وای .

خو افسوس چی په تیرووختونو کی اواوس هم مسلمانان همیشه دکفارودهماغی مشهوری قاعدی ښکارشوی چی وای : ( تفرقه واچوه اوحکومت وکړه )

دتاریخ په دی حساس پړاوکی ټول کفری ملتونه اوځواکونه ( یهود ، نصاری ، هندوان ، کمیونستان اوبودایان ) چی په سرکی یی امریکا اواسرائل دي په شریکه دمسلمانانو دکمزوري کولو اوبالآخره دختمولو کوښښونه کوي ، اوخپل مقصد ته درسیدو لپاره یی مختلف النوعه پلانونه تهیه کړي اوعملی کاریی هم ورباندی شروع کړی ، دشوموپلانونو ځینی بیلګی چی زه یی یادونه اړینه بولم په دی ډول دی :

۱ – دمسلمانانو دځواک دختمولو په موخه یی دوی په کوچنیو کوچنیو او کمزورو کمزورو هیوادونو وویشل ، په ځانګړی توګه که دخلیج هیوادونو ته زیرشو نو وبه ګورو چی څومره په کمه رقبه زمکه یی ورته یو یو وړوکی هیواد جوړکړی ، داځکه چی د جغرافیا له پلوه دمسلمانانو ویشل داستعمارچیانو هدف ته درسیدو ستره وسیله وه
د دینه ددوښمنانو هدف دادی که په اینده کی دکوم اسلامی هیواد دوهلو اوزبیخلو هوډکوي نو نوراسلامی هیوادونه کوم چی له دی نه په جغرافیایی لحاظ جدا دی ننګه اوملاتړنه شي کولای .

۲ – دمسلمانانو ترمنځ قومی اوژبنی تعصبات راپارول اودیته دودی ورکولو په هدف په اسلامي ټولونوکی ګوندونه جوړول ، لکه په افغانستان ، پاکستان اوځینی عربی اواسلامی هیوادونو کی دژبی اوقوم په نوم ګوندونه جوړول دهمدی تسلسل یوه کړۍ ده .

۳ – اسلامي هیوادنوکی دسیاسي احزابو جوړول ترڅومسلمانان په خپل منځ کی بدبینه اوسره جداجدا یی کړي اوهمیشه دپاره یی ترمنځ دکرکی اونفرت اوشقاق تخم وشیندي ، نو مسلمانان به په سیاسي ډګرکی په یو واحد موقف کی نه وي دوښمنان چی هرڅه وغواړی پری تطبیقولای به یی شي .
اود دی ترڅنګ ورته استعمار تبلیغاتي میدان هم ګرم ساتلی ، الکټرانک اوپرنټ میډیا ( رادیوګانی ، تلویزونی چینلونه ، انټرنټ ، مجلی ، ورځپاڼی ) باندی یی مکمل کنټرول دی ، ددی لاری دمسلمانانو اخلاقي ، کلتوري ، روزنیز، اوتعلیمي مراکز ټول تراغیز لاندی راولي، که داسلامی ټولونواوسنی وضعیت مطالعه کړو په ځانګړی ډول دافغانستان اوپاکستان اونورواسلامی هیوادونو ښارونه نوراته جوته به شي چی دوښمنان څومره په خپلو مقاصدو کی کامیاب شوي ، اوزمونږدځوان قشراخلاقی معیارونو څومره انحطاط کړی ، اوهم مهاله یی ورسره دډالرو هغه بی مهاره مصارف پیل کړي ترڅو ځینی ضعیف الایمانه مسلمانان په خپل دام کی راګیرکړي ، اوخپل خدمت کی یی اخته کړی .

آمد م بسر مطلب : ددی ټولو مشکلاتو اساسي علت دمسلمانانو بی غوري اوخپل منځي اختلافات دي.

راځۍ چی خپل دین ته رجوع وکړوچی په داسی شرائطوکی زمونږ دین مونږته څه راهنمایی کوي ، اوزمونږرب مونږ ته څه حکم کوي ؟

لوی اومتعال الله ( جل جلاله ) مونږ ته په خورا ټینګار سره امر کړی چی سره یوشئ ، اتفاق اواتحاد وکړئ لکه په سورت ال عمران په ۱۰۳ نمبر ایت کی داسی فرمای : ټول دالله پاک په رسۍ منګولی ولګوئ اوتیت پرک مه کیږۍ او پرتاسو دالله پاک احسان یادکړئ هغه وخت چی تاسو دیوبل دښمنان وئ اوالله پاک ستاسو په زړونوکی مینه واچوله بیادهغه دنعمت په سیوری کی دیوبل ورونه شوئ ، تاسو داوردګړنګ پر غاړه ولاړوئ اوالله پاک تاسو له هغه وژغورلئ الله پاک تاسو ته خپل ایتونه بیانوي چی تاسو هدایت ومومئ .

همدارنګه په سورت انفال ۴۶ ایت کی فرمای :

( دالله اودهغه درسول اطاعت وکړئ اوخپل منځ کی اختلاف مه کوئ که نه نو کمزوری به شئ اودبدبه مو ختمه شي اوصبروکړئ یقینا الله دصابرانو ملګری دی . )

همداراز په سورت توبه ۷۱ ایت کی فرمای : ( مؤمنان سړي اومؤمنانی ښځی دیوبل دوستان دی په نیکیو امرکوي اوله بدیونه منعه کوي . . .)

همداراز داسلام ستر پیغمبرهم دمسلمانانو په یووالی ډیرټینګارکړی دی او دمسلمانانو تشبیه یی دیوی ابادۍ سره ورکړی فرمای : ( یومؤمن دبل مؤمن لپاره داسی دی لکه ابادي چی یو په بل تکیه کوی اویو بل مضبوطوی ) اوهمدارازیی مسلمانان په خپل منځ کی په مینه محبت او رحمدلۍ کی پشان دیو بدن ګرځولی دی که دبدن یوه ټوټه ناارامه وي نو ټول بدن دهغی دوجی ناقراره اوبی سکونه وي .

نودنړۍ دمشرق اومغرب ، شمال اوجنوب مسلمانان ټول د یو بدن اویو جسد په څیر دي ، مسلمان دمسلمان ورور دی یو پربل حقوق لري ، یو پربل به ظلم نه کوي ، حسد اوکینه به ورسره نه کوي ، خپله به یی هم نه ذلیله کوی اودبل ذلت ته به یی هم نه پریږدی .

ګرانو ورونو ! باید مسلمانان ټو ل ددوښمنانو په وړاندی لکه دیوکلک اوپیاوړی صف ودریږی یو د بل تایید وکړی ، یوبل ته لاس ورکړي ، اودبهرنی کفری یرغل په وړاند ی ټول سره یوه خله وي ټول په ډیره میړانه دخپل مسلمان ورورڅخه دفاع وکړي اودخپل ورور مسلمان ترڅنګ ودریږی نه دیرغلګروترڅنګ ، دمسلمان مټ پری مضبوط شی نه دکافر،
خو دمسلمانانو په اوسنی حال افسوس صد افسوس !!! که له ډیره غمه پری سړی داوښکوپرځای له سترګو ویني توی کړي هم کمه به وي ، نن که پرکوم یواسلامي هیواد دنړیوال کفری استعمار له خوا وحشیانه برید اوتیری کیږي نوداسلامی هیوادونو چارواکي دبزدلۍ ، ویری او دخپل اقتداراوکرسۍ دبقا لپاره ددوښمن ترڅنګ ودریږی ، اودکافرودخوشحالولو لپاره دمسلمان په نیولو ، سکنجه کولو ، تعذیب ، بی عزته کولو ، ورته سپارلو او آن تروژلو پری ایله نه کوي ، اوسنی دردونکی حالت ددی شاهد دی .

داسلام ستر پیغمبر په یو حدیث کی فرمای : ( ای مسلمانانو پرتاسو به داسی وخت راشي چی کفري ملتونه به پرتاسو په شریکه دیرغل لپاره داسی راټولیږي لکه ماتی شوی ډوډۍ ته چی خوړنکی راټولیږی ) مطلب داچی کافران به پرمسلمانانو ددوی دضعف له کبله پردوی مسلط کیږي ، بیا نبی علیه السلام دمسلمانانو دضعف علت بیانوی چی ( حب الدنیا وکراهیه الموت ) ددنیاګۍ سره محبت اوله مرګه ویره کول .

نن پرمسلمانانو هماغه وخت راغلی چی داسلام ستر پیغبر یی څه دپاسه څوارلس سوه کاله مخکی وړاند وینه کړی ، له هری لوری پرمسلمانانو د ټولو وحشي صفته طاغوتی لښکرو ( یهودی ، صلیبی ، هندی ، بودایی ، کمونستی ) له خواتاړاکونه اویرغلونه شروع دي په ټوله نړۍ کی دمسلمان پرسراوربل دی ، نن سباپه ټوله نړۍ کی دتویلوپه لحاظ ارزانه وینه دمسلمان ده که نن مونږ دافغانستان ، عراق ، فلسطین ، چیچنیا ، کشمیر، سوریا اودبرما حالاتو ته زیرشو نووبه ګورو چی کافرڅومره په بیړه دمسلمانانو دوینو تویولو لپاره بی له کومی ویری اوخطری په ډلییزه توګه میدان ته رادانګي اوپرمریو ورته چاړه راکاږي اومسلمانانو ورته د ضعف اوکمزورتیا له کبله خپل ورمیږونه غزولی دي اونورعام مسلمانان ورته دسیل په غونډۍ ناست دي تماشه یی کوي، دمرګ ژوبلی خبرونه یی درادیوګانو نه اوري ، اوپرتلویزونونویی ګوري ، اوپه اخبارونوکی یی لولي ، اوهغه مسلمانان چی دخپلو مظلومو مسلمانانونه دفاع په جان ، مال اواسلحه باندی کولی شي هم نه یی کوي له دی ویری هسی نه چی مالي اومادي ګټی یی د تهدید لاندی رانه شي .

ای مسلمانانو ورڼو ! زمونږ د څه شي کمی دی ؟ ؟؟ آيااقتصادی منابع نه لرو که دفاعي وسائل نه لرو ؟ هرڅه لرو که داسلامی نړۍ اقتصادی منابعو ته دقیق نظراوکړو نووبه ګورو چی اسلامي هیوادونه څومره غني دي . تیل ، ګاز، یوارنیم ، اونوربی شماره معادن چی پرمختللی نړۍ ورته اړتیالری ښه پریمانه زیرمی یی په اسلامی هیوادونوکی موجودی دی ، داپه اقتصادی ډګرکی او په دفاعی ډګرکی خو تراتوم بمه لرو ،خو ؟ ! . مسلمانان کولای شي چی له یوی خوا ددی منابعو نه په ګټه اخستلو سره ځانونه خود کفا کړي ، اوله بلی خوا ددی نه داسلحی په توګه ددوښمنانو په وړاندی کارواخلي ، نو دنړۍ ټول مسلمانانو ته پکارده چی ځانونه ویښ کړي اودیوښه قوت په جوړولو سره دکافرو ټول شوم پلانونه خنثا کړي اوقوت به هله ترلاسه کوي چی خپل منځ کی سره صلاح شي وړی وړی مسئلی شاته کړي اودلویو هدفونو دترلاسه کولو لپاره سره یوشي ، دیو مضبوط صف په توګه دکافرو مخی ته سپرشي ، اوکوښښ وکړي چی لکه د شرق اوغرب ددفاعی تړونونو (وارسا او ناټو ) په څیر یو دفاعي اسلامی کمربند جوړکړي اوهم لکه دډالراویورو په څیر یوه واحده سیکه جوړه کړي ، په دی هکله داسلامی هیوادونو مشران بیاترډیره بریده اسلامی کانفرنس ستره دنده لري چی دامت مسلمه په ورپیخو مسئلو په شریکه سره کاروکړي اودوښمنانو ته دزمینه سازۍ ټولی لاری ګودری وتړي . دمسلمانومشرانو اوهم داسلامي کانفرنس هلی ځلی باید په دی هکله توندی شي دکوموموخو ، مقاصدو اواهدافو لپاره چی اسلامي کانفرنس تاسیس شوی وو دهماغودترلسه کولو لپاره باید هرقسم کوشش وکړي ،نو ان شاء الله زما دالله جل جلاله نه پوره امید دی چی په اسلامی نړۍ کی به ډیر سترستر بدلونونه راشي ، دظلم ، ناهیلیو اوناامیدیو دا تیاری به ختمی شي ، دسوکالۍ خوشحالۍ سهار به څرک وکړي ، هغه اسلامي هیوادونه چی په مستقیم یا غیرمستقیم ډول داستعمارداشغال لاندی دي خپله بشپړه ازادي به ترلاسه کړي ، اومسلمانان به په ارام ساه واخلي .

وماذلک علی الله بعزیز. دمسلمانانو دوحدت اوپوره یووالی په هیله

————

لیکنه : استاذ مجیب الرحمن عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x