ټولنیزه برخه

راځئ چی له ښځویی زده کړو !!!

ژباړه: مجيب الرحمن عمر

د خوند اوپند کیسه :

عبدالله نباجی وایی : بازار ته لاړم … چی گورم دیوی وينزی بادار دخپلی وینزی زښت زیات صفتونه کول … او ویل یی چی : وینزه یی سپیڅلی اوله هرډول نقصان نه پاکه ده ،،،،

دا وایی چی دسرو زرو په لسو روپو می تری وینزه واخیستله او کورته می بوتلله ،
چی کورته ورسیدو نو دخوراک اوڅښاک پروگرام می ورته برابر کړ،

راته یی وویله : زه روژه یم ، خوراک اوچخاک نه کوم .

ددی خبری سره وینزه له کوټی می ووتله ،

چی ماخوستن شو نو ډوډۍ می ورته راوړه … لگه شانتی یی ترى وخوړله ، کله مو چی دماخوستن لمونځ اداکړ خواته می راغله راته یی کړه :

باداره !

نورکوم خدمت خو به نه وی ؟

مال : نه ،

نوراته یی وویل : نو مادخپل لوی بادار (الله تعالی) سره پریږده ، ماورته وویل : ورځه ،
خپلی کوټی ته لاړه ، او پر لمانځه ودریدله ، اوزه ویده شوم ، کله چی دشپی دریمه برخه تیره شوه راغله اودروازه یی راته ووهله ، اوراته یی اواز کړ

– باداره !

– څه خبره ده ؟

– د شپی عبادت نه کوی ؟

– نه

لاړه

چی نیمه شپه شوه بیا راغله او اواز یی کړ :

– باداره !

کوشش کونکی انسانان خپل عبادت ته ، اونیکان خپل شپنی عبادت ته پاڅیدلی دی .
ماورته وویل : وینزی !

زه هغی والا نه یم ،

زه دشپی دلرگی په څیر هسی سړه جثه یم او د ورځی ( د دنيا لپاره) ډیر لالهنده یم .

کله چی دشپی دریمه برخه پاتی شوه خواته مى راغله اوداځل يي سخته په تیزۍ راته دروازه ووهله او چیغه یی کړه :

دخپل رب سره د مناجات کولو کوم شوق نه لری ؟

دځان لپاره څه ( نیک عمل) مخکی ولیږه نورخلک له تانه مخکی شو ،

دا وای : دوینزی خبرو نور راته دویدو کیدلو اجازه نه راکوله ، راپاڅيدلم او اودس می وکړاو یو څورکعاته لمونځ می وکړ

، چی غوږ می کیښود نو وینزه پرسجده پرته وه اودا دعاء يي ویله : ” إلهي بحبك لي إلا غفرت لي ”

یالله ! دهغی محبت په اساس چی ته یی له ماسره لری ماته بخنه وکړی .

ماتری تپوس وکړ چی څنگه پوه شوی چی الله له تاسره محبت لری ؟

په جواب کی یی راته وویل : تا دالله تعالی دافرمان نه دی اوریدلی ؟ چی فرمایی :
( يحبهم ويحبونه ) الله له مومنانو سره محبت کوی او مومنان له الله سره محبت کوی ، که دالله محبت نه وای نو زه به یی خپلی بندگۍ ته نه.وم راپاڅولی ،

نوماورته پرته له زنډه وویل : ځه په مخه دی ښه شه دالله درضالپاره می آزاده کړی ،
له خوانه می روانه شوه خو له ځانه سره یی دادعا تکراروله

( هذا العتق الأصغر بقي العتق الأكبر)

داخو ورکوټی ازادی ده لویه ازادی (دجهنم له اورنه ) هغه خو لاپاتی ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x